کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په نوې ټیکنالوژۍ او 3D چاپ سره، د نړۍ تر ټولو کوچنۍ کښتۍ
کوچنۍ کښتۍ

په نوې ټیکنالوژۍ او 3D چاپ سره، د نړۍ تر ټولو کوچنۍ کښتۍ

ساینس پوهانو د الکترون مایکروسکوپ، 3D چاپ او د نورو پرمختلليو ټیکنالوژیو په کارولو سره د نړۍ تر ټولو کوچنۍ کښتۍ جوړه کړې ده. دا کښتۍ چې یوازې ۳۰ مایکرو میتره اندازه لري، په سترګو د لېدلو وړ نه ده.

د هالینډ د (لیډن) پوهنتون لخوا دا کوچنۍ کښتۍ د هغې پروژې په برخه کې رامنځته شوې، چې پر وینا یې ویل کېږي، دوی په داسې کوچني ربوټونو کار روان کړی، چې له مخې به یې وکولي شي ربوټ د انسان بدن یا رګونو ته داخل کړي او د ګڼو روغتیایي موخو لپاره یې وکاروي.

یاده دې وي چې د لرګي دا ډېره کوچنۍ کښتۍ په 3D پرنټر سره چاپ شوې، چې د نوموړي پرنټر او نوي ټیکنالوژۍ اهمیت ثابتوي.

بله خوا په زړه پورې خبره دا ده، چې د ساینس پوهانو دې ډلې د لیزر او 3D پرنټر په مرسته ډېر داسې کوچني شیان جوړ کړي، چې د مایکروسکوپ په ذریعه لېدل کېږي لکه، فضایي بېړۍ، بالونه او … نومونه یادولی شو.

کوچنۍ کشتۍ ١

ساینس پوهان وایي، لکه څنګه چې د انسان په بدن میکروبونه، ویروسونه، نطفې یا جینونه او … حرکت کوي، دوی هم غواړي چې یو داسې ربوټ جوړ کړي، تر څو د انسان په بدن کې حرکت وکولی شي.

په دې ډول ربوټونو سره کولی شي، چې د ناروغ انسان په بدن کې زیانمنې برخې ته پر وخت درمل ور ورسوي، چې اوس مهال دا ډول کړنه د روغتیایي کارکوونکو لپاره بیخي ستونزه مسئله ده. ساینس پوهانو په دې اړه نور معلومات په (سافټ میټر) ژورنال کې خپاره کړي دی.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امریکا فضایي ادارې ناسا اعلان کړی و، چې پر وینا یې دوی غواړي مصنوعي چونګښې سپوږمۍ ته ولېږي، دوی ویلي و که څوک ورته په رضاکارانه ډول د یو صابون په اندازه داسې ربوټ جوړ کړي، چې له ځمکې کنټرولېږي نو دوی به ورته یو لک او شپېته زره ډالر جایزه ورکوي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …