کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یو کوچنی مقناطیسي روبوټ، چې د بدن زیانمنې برخې ته درمل رسوي
روبوټ

یو کوچنی مقناطیسي روبوټ، چې د بدن زیانمنې برخې ته درمل رسوي

اوس مهال د نړۍ په ګوټ ـ ګوټ کې په دې اړه ډېرې هڅې روانې دي، تر څو وکولی شي چې د ناروغ انسان د بدن زیانمنې شوې برخې ته پر وخت درمل ورسوي. نو په همدې موخه د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې یو داسې مایکرو مقناطیسي روبوټ جوړ شوی، چې کولی شي د انسان په کولمو کې حرکت وکړي او ټاکلي ځای ته درمل ورسوي.

دا کوچنی مقناطیسي روبوټ د (پرډیو) پوهنتون ساینس پوهانو جوړ کړی، چې کولی شي په کولمو کې حرکت وکړي او د مقناطیس په ذریعه کنټرولېږي. ویل کېږي چې دا روبوټ کولی شي د بدن زیانمنې شوې برخې ته درمل ورسوي، خو که وکولي شي په زیانمنې شوې برخې درمل پورې کړي، نو د طب په برخه کې به لویه بریا وي او د مختلفو ناروغیو درملنه به آسانه شي.

ویل کېږي چې له دې وړاندې ساینس پوهانو داسې کوچني څښېدونکي روبوټونه هم جوړ کړي و، چې د بدن حجرو ته داخلېدلی شول. خو په دې ډول کوچني مقناطیسي ربوټونو په ۲۰۱۸ ز کال کار روان شو. دا چې کولمې تاو را تاو شکل لري، نو د ربوټ حرکت پکې خورا مشکل کار دی، خو دوی په دې هڅه کې دي، چې دا ستونزمن کار آسانه کړي.

دا ټیکنالوژي د لومړي ځل لپاره په ژوندیو حجرو کې کارول شوې وه. چې دا کوچنی مقناطیسي روبوټ یې د موږک کولمو ته له داخل کړی و.

ویل کېږي چې روبوټ پرته د بېټرۍ له کارولو، د فلز او Polymer مالیکول څخه جوړ شوی دی، چې د مقناطیسو په ذریعه کنټرولېږي.

یاده دې وي، چې دا نتیجې په انسانانو هم د تطبیق وړ دی، ځکه د انسان او موږک د بدن جوړښت سره ورته والي لري او په خنځیر هم ورته تجربې ترسره شوي دي.

ددې ربوټ جوړونکی (لویي سولوریو) وایي، دوی کولی شي چې دا روبوټ له بهر څخه د انسان بدن ته داخل کړي، خو Polymer د دوا په پورې کولو کې ستونزه را ولاړوي.

دغه راز روبوټونه کولی شي چې په بدن کې مختلفې ناروغۍ تشخیص کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …