د دري او پښتو ژبو د افغانستان د مشهورې سندرغاړې اريانا سعيد مور ومړه. هغې د خپلې مور د مړينې خبر په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى.
اريانا سعيد د خپل فېسبوک پروفايل هم بدل کړى دى، په پروفايل يې يو تور رنګه عکس لګولى دى او له ياد عکس سره يې ليکلي دي: ((زما خوږه مور لاړه او زما دنيا يې د تل لپاره تورتم کړه. خدايه! ماته صبر راکړې.))
٣٥ کلنه اريانا سعيد چې د ټولنيزو رسنيو له لارې له خپلو مينه والو سره ډېر معلومات شريکوي، د خپلې مور د مړينې خبر هم خپلو مينه والو ته په فېسبوکپاڼه کې ورکړى دى.
څو ورځې وړاندې د اريانا سعيد د کورونا ويروس ټېسټ هم مثبت راغلى و او د هغې خاوند يې په اړه خبر خپور کړى و. د اريانا سعيد خاوند د هغې په فېسبوک کې ليکلي و، چې د اريانا سعيد د کورونا ټېسټ مثبت راغلى دى او هغې اوس ځان کرنټين کړى دى.
په ياد پوسټ کې د نوموړې خاوند ليکلي و، چې اريانا سعيد ټول احتياطي تدابير عملي کړي دي او له خلکو څخه يې غوښتنه کړې وه، چې د هغې د ښې روغتيا لپاره دې دعاوې وکړي.
ورپسې بله ورځ په يو بل پوسټ کې يې بيا خاوند ويلي و، چې اريانا سعيد اوس ښه ده، تبه يې کمه شوې ده او له پرون څخه يې نن حالت ډېر ښه دى.
د اريانا سعيد د مور د مړينې په خبر، چې اريانا سعيد په خپله فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى، تراوسه پورې پرې له درې نيمو زرو څخه زياتو خلکو کمنټونه کړي دي او له هغې سره يې غمرازي کړې ده.
ډېرى خلکو د هغې د مور د بخښنې لپاره دعا کړې ده او همدا راز ډېرو خلکو بيا د اريانا سعيد لپاره د صبر غوښتنه هم کړې ده.