کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان د ښځينه لوبغاړو تمرينات په چټکۍ روان دي + عکسونه
ښځينه لوبغاړې

د افغانستان د ښځينه لوبغاړو تمرينات په چټکۍ روان دي + عکسونه

په افغانستان کرکټ بورډ کې د افغانستان د ښځينه کرکټ لوبغاړو تمرينات ډېر په چټکۍ سره روان دي، چې ښځينه لوبغاړې د کرکټ بورډ په سرپټې اکاډمۍ کې تمرينات ترسره کوي.

وي او اې پښتو د افغانستان د ښځينه لوبغاړو د تمريناتو پر مهال اخيستل شوي يو شمېر عکسونه په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي. دوى دا عکسونه د کرکټ بورډ څخه ترلاسه کړي دي.

ښځينه لوبغاړې ١

زموږ د معلوماتو له مخې، د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په کرکټ بورډ کې د ښځو څانګې مسوولينو ته امر کړى دى، چې د ښځينه لوبډلې د جوړولو لپاره دې ډېر په چټکۍ سره مخکې لاړ شي.

ښځينه لوبغاړې ٢

فرهان يوسفزى غواړي، چې د افغانستان د ښځو ملي لوبډله ژر جوړه شي، تر څو نړيوالې لوبې ترسره کړي. هغه په خپلو څو مرکو کې د دې يادونه هم کړې ده او ويلي يې دي، چې د ښځو لوبډلې لپاره دوى په چټکۍ سره کار کوي او ښځينه لوبغاړو ته به هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

ښځينه لوبغاړې ٣

د کرکټ بورډ د يو راپور له مخې، چې د کرکټ بورډ په مياشتينۍ غونډه کې فرهان يوسفزي د ښځو څانګې مسوولې ته ويلي و، چې د ښځينه لوبغاړو پر وړاندې خنډونه بايد ختم کړي او د لوبډلې د جوړولو لپاره خپل کارونه چټک کړي.

ښځينه لوبغاړې ٤

د کرکټ بورډ ځينو سرچينو همدا راز دا هم ويلي و، چې فرهان يوسفزى غواړي، چې د ښځينه لوبډلې ځينو لوبغاړو ته هم د کرکټ بورډ قراردادونه ورکړي، تر څو دوى ته هم د نارينه لوبغاړو په څېر معاشونه وټاکل شي.

ښځينه لوبغاړې ٥

څه وخت مخکې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په خپل ټويټر کې د ښځينه لوبغاړو ځينې عکسونه خپاره کړي و، چې د کابل کرکټ لوبغالي کې يې خپلمنځي لوبه ترسره کوله.

ښځينه لوبغاړې ٦

نوموړي له دې عکسونو سره ليکلي و، چې د ښځو د لوبډلې جوړولو لپاره دوى کار کوي او ښځينه لوبغاړو ته به هر ډول اسانتياوې رامنځته کړي.

ښځينه لوبغاړې ٧

ياده دې وي چې د کرکټ بورډ پخوانيو رييسانو هم د ښځينه لوبډلې د جوړولو په اړه خبرې کولې، خو فرهان يوسفزي د دې لوبډلې د جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

ښځينه لوبغاړې ٨

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …