کورپاڼه / خپلواک / د مس عينک اتلانو د بوست ساتونکي مات کړل
Mis e Ainak

د مس عينک اتلانو د بوست ساتونکي مات کړل

خپلواک وېبپاڼه (۸ اکتوبر ۲۰۱۹): د مس عينک اتلانو له لوري يمين احمدزي او محمد نبي د خپلې لوبډلې د منډو څخه په ښه ډول دفاع وکړه او په ۳ منډو يې د بوست ساتونکو لوبډلې ته ماته ورکړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ دويمه سيالي د مس عینک اتلانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ سهار ۹ بجې په کابل لوبغالي کې پيل شوه. د لوبې په پيل کې پچه د مس عينک اتلانو لوبډلمشر محمد نبي وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې، چې له ډلې يې نور علي ځدراڼ ۳۷، طارق ستانکزي ۲۵ او رحمن الله ګربز ۱۸ منډې وکړې.

د بوست ساتونکو له لوري وقار الله اسحاق ۲، نصرت الله، ضيا الرحمن، ګلبدين نايب او قېس احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ۱۵۷ منډو د هدف په تعقيب کې د بوست ساتونکو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۳ منډې وکړې او په ۳ منډو يې لوبه وبايلله.

د بوست ساتونکو له لوري حشمت الله شهيدي ۴۰، برينډن ټيلر ۳۶ او خېبر عمر ۳۱ منډې وکړې، خو د مس عينک اتلانو له لوري ډېره ښه توپوهنه ترسره شوه، چې يمين احمدزي ۴ او محمد نبي ۳ لوبغاړي وسوځول. همدا راز نوين الحق او نور احمد هم ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.Yamin Ahmadzai

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يمين احمدزي ته ورکړل شوه، چې ۴ مهمې ويکټې يې ترلاسه کړې.

د يادولو ده چې له دوی وروسته به د سپين غر زمريانو او امو نهنګانو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ دريمه سيالۍ ترسره کېږي.

همدا راز نن او پرون ورځو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي ټکټونه هم وړيا کړي دي او هر څوک کولای شي چې پرته د ټکټ اخيستلو کابل لوبغالي ته لاړ شي او هلته سيالۍ ننداره کړي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …