کورپاڼه / د لوبو راپورونه / راجستان د پنجاب پر وړاندې ستره بريا خپله کړه او د مخکې تګ هيلې يې ژوندۍ وساتلې
جاس بټلر او سټيو سميت

راجستان د پنجاب پر وړاندې ستره بريا خپله کړه او د مخکې تګ هيلې يې ژوندۍ وساتلې

د کنګز اليون پنجاب له لوري ټاکل شوى ستر هدف د بين سټوکس او سنجو سمسون په چټکه توپوهنه راجستان رايلز پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٠مه لوبه د کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې د راجستان رايلز لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته د توپوهنه بلنه ورکړه.

کنګز اليون پنجاب په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٥ منډې وکړې. د پنجاب لپاره کريس ګيل نن چټکه او په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ٨ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٦٣ منډو ٩٩ منډې وکړې. همدا راز کى ايل راهول ٤٦ او نيکولاس پوران ٢٢ منډې ترلاسه کړې.


د راجستان رايلز له لوري جوفرا ارچر او بين سټوکس ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٨٦ منډو هدف د راجستان رايلز لوبډلې په ١٧.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په ستر توپير يې بريا خپله کړه، چې د پلى اف پړاو ته تګ هيلې يې هم ژوندۍ وساتلې.

د راجستان رايلز لپاره بين سټوکس د ٣ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٢٦ توپونو ٥٠ منډې وکړې او سنجو سمسون د ٣ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٢٥ توپونو ٤٨ منډې وکړې. همدا راز سټيو سميت ٣١ ناسوځېدلې، روبين اتاپا ٣٠ او جاس بټلر ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

راجستان او پنجاب

د کنګز اليون پنجاب له لوري ايم اشوين او کريس جورډن ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بين سټوکس ته ورکړل شوه، چې د راجستان په بريا کې يې ستره ونډه واخيسته.

کريس ګيل په نننۍ لوبه کې زبردسته لوبه ترسره کړه، خو وې نه شول کولاى چې سليزه پوره کړي او له سليزې يوه منډه مخکې، په ٩٩ منډو يې خپله ويکټ له لاسه ورکړه.

د نننۍ لوبې په بريا سره راجستان رايلز په ١٣ لوبو کې ٦ برياوې خپلې کړې چې د ١٢ نومرو په ترلاسه کولو سره پنځم مقام ته پورته شوه، که چېرته راتلونکې لوبه هم وګټي، نو ښايي د مخکې تګ چانس ورته پېدا شي.

دا د کنګز اليون پنجاب ١٣مه لوبه وه، چې له ٧مې ماتې سره مخ شوه او ٦ لوبې يې ګټلي دي، چې د ١٢ نومرو سره په جدول کې څلورم مقام لري، که چېرته راتلونکې لوبه وګټي، نو ښايي د مخکې تګ چانس يې وشو. له ننۍ لوبې سره د سنرايزرز حېدراباد او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو د مخکې تګ هيلې هم ژوندۍ شوې.

سبا د اکتوبر په ٣١مه نېټه د اى پي ايل دوه لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه به د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي او دويمه لوبه به د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په شارجه کې ترسره شي.

دا هم ولولئ

متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

نن په عمان کې د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې سیالۍ د متحده …