کورپاڼه / ريکارډونه / کريس ګيل په شل اوريزو لوبو کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ په خپل نوم کړ
کريس ګيل

کريس ګيل په شل اوريزو لوبو کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ په خپل نوم کړ

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکي کريس ګيل يو بل ريکارډ په خپل نوم کړ، هغه لومړنى توپوهونکى شو چې په شل اوريزو لوبو کې يې ١٠٠٠ شپږيزې ووهلې.

کريس ګيل د شل اوريزو سياليو په برخه کې خپله ١٠٠٠مه شپږيزه تېره ورځ د اى پي ايل په لوبه کې ووهله، نوموړي تراوسه پورې ١٠٤١ څلوريزې هم وهلې دي.

د کريس ګيل څخه چې کله د دې ريکارډ په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وويل چې دا هر څه د هغه د خوارۍ او له کرکټ سره د مينې نتيجه ده، نوموړي وويل چې هغه ته د دې ريکارډ په اړه معلومات نه و.

٤١ کلن کريس ګيل چې په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي، تېره ورځ يې د راجستان رايلز لوبډلې پر وړاندې په ٦٣ توپونو ٩٩ منډې وکړې، هغه ٨ شپږيزې او ٦ څلوريزې هم ووهلې.

خو په ياده لوبه کې راجستان رايلز بريا خپله کړه.

کريس ګيل چې د نړۍ په تقريباً ټولو تجارتي ليګونو کې لوبېدلى دى، له ٢٠٠٥ کال راهيسې تراوسه پورې يې ٤١٠ لوبې ترسره کړي دي، نوموړي همدا راز په شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې هم ترلاسه کړې دي، هغه تراوسه پورې ١٣٥٧٢ منډې کړې دي.

په شل اوريزو لوبو کې د هغه زياتې منډې ١٧٥ ناسوځېدلې دي، همدا راز اوسط يې ٣٨.٣٣ دى او سټرايک رېټ يې ١٤٦.٨٩ دى، چې ٢٢ سليزې او ٨٥ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

له کريس ګيل وروسته کيرون پولارډ ٦٩٠، برينډن مکالم ٤٨٥، شين واټسن ٤٦٧، انډري رسل ٤٤٧ او اې بي ډيويليرز ٤١٧ شپږيزې وهلي دي.

په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بيا تر ټولو زياتې شپږيزې د هند روهيت شرما وهلي دي، هغه په ١٠٨ لوبو کې ١٢٧ شپږيزې وهلي دي، چې کريس ګيل بيا په دې برخه کې په پنځم مقام کې دى چې ٥٨م لوبو کې يې ١٠٥ شپږيزې وهلي.

دا هم ولولئ

بنګله دېش د افغانستان پر وړاندې غوره ریکارډ جوړ کړ

د افغانستان او بنګله دېش کرکټ لوبډلو ترمنځ لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې، چې تېره …