د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي هم تېره ورځ د افغانستان ښځينه لوبغاړو ځينې عکسونه په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي، چې د افغانانو له بېلا بېل غبرګون سره مخ شوي دي.
اى سي سي چې کوم عکسونه خپاره کړي دي، دا په کابل کرکټ لوبغالي کې د ښځينه لوبغاړو ترمنځ د خپلمنځي لوبې عکسونه دي. درې عکسونه دي چې په يو عکس کې توپوهونکې، په بله کې توپ اچونکې او په بل عکس کې ويکټ ساتونکې ښکاري.
اى سي سي له دې عکس سره په کېپشن کې ليکلي: ((Back to action for Afghanistan’s female cricketers!)) او دا عکسونه ورته د افغانستان کرکټ بورډ له لوري لېږل شوي دي.
دا عکسونه تراوسه پورې له ٢٣ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړي دي، همدا راز له ١٧ سوو څخه زياتو کسانو پرې تبصرې هم کړې دي. په دې عکسونو د افغانانو تر څنګ د نورو هېوادونو خلکو هم تبصرې کړې دي.
د نورو هېوادونو خلکو د افغانستان د ښځينه کرکټ لوبډلې ملاتړ او هرکلى کړى دى او دا يې د افغانستان کرکټ بورډ ستره لاسته راوړنه بللې ده، همدا راز يو شمېر افغانانو هم د افغانستان د ښځينه لوبډلې په اړه خوښي ښکاره کړې ده.
خو ډېرى افغانانو بيا دا کار غندلى دى، چې په افغانستان کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ په عمومي رييس فرهان يوسفزي يې سختې نيوکې کړې دي او دا کار يې د افغانستان د کلتور او اسلام سره په ټکر کې بللى دى.
خو يو شمېر افغانانو بيا د ښځينه لوبډلې ملاتړ هم کړى دى او د افغانستان د ښځينه لوبغاړو په ملاتړ او تشويق يې کمنټونه کړي دي. ځينې کسانو بيا په نورو افغانانو هم کمنټونه کړي دي او ورته يې ليکلي دي، چې د اى سي سي په پاڼه دې دا ډول کمنټونه نه کوي، ځکه چې دا کمنټونه د نورو هېوادونو خلک هم ګوري.
همدا راز د کرکټ د برخې ډېرى هېوادونو خلکو بيا د افغانستان ښځينه لوبډلې ته هرکلى ويلى دى او په راتلونکې کې يې ورته د لا پرمختګ هيلې هم څرګندې کړې دي.