کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ رحمت الله قريشي د نوي CEO په توګه ټاکلى
رحمت الله قريشي

کرکټ بورډ رحمت الله قريشي د نوي CEO په توګه ټاکلى

د افغانستان کرکټ بورډ رحمت الله قريشي د نوي اجراييه رييس په توګه ټاکلى دى، خو تراوسه پورې يې دا خبره پټه ساتلې ده او په اړه يې په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

خپلواک وېبپاڼې ته د کرکټ بورډ ځينو سرچينو وويل: ((کرکټ بورډ نوموړى د نامعلومه شمېر کانديدانو له ډلې د اجراييوي مشر په توګه غوره کړى دى، خو تراوسه يې دا خبره پټه ساتلې ده.))

رحمت الله قريشي ته د کرکټ بورډ له لوري د دندې منلو وړانديز offer هم لېږل شوى دى، خو دا چې نوموړى به کله خپله دنده له سرپرست اجراييوي رييس نظيم جار عبدالرحيمزي څخه ترلاسه کړي، لا معلومه نه ده او کرکټ بورډ هم په دې اړه چپه خوله دى.

د يوې سرچينې له مخې، له ښاغلي قريشي څخه چې ويل کيږي د کرکټ کافي پوهه لري دا ژمنه اخيستل شوې چې د CEO په توګه به يواځې مالي او اداري چارې سمبالوي او په تخنيکي برخه کې به کار نه لري.

د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي څو مياشتې وړاندې د کرکټ بورډ اجراييوي رييس لطف الله ستانکزى په خپله دنده کې د ناغېړۍ او د کارمندانو سره د بد برخورد له امله له دندې ليرې کړى و.

د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي و، چې ژر تر ژره به نوى اجراييوي رييس د بشري سرچينو د اصولو سره سم وټاکي، دوه ځلې يې د ياد بست اعلان خپور کړ او لا يې هم په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى چې له څو مياشتو راهيسې له هېواده بهر دى او يوازې په انلاين بڼه د کرکټ بورډ له مديرانو څخه معلومات ترلاسه کوي، معلومات يې نه کېږي چې د نوي اجراييوي رييس د معرفي کولو لپاره به کله هېواد ته راستون شي.

راپور: ابراهيم مومند

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …