کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل: کريس ګيل له اوټ کېدو وروسته د غبرګون د ښکاره کولو له امله جريمه شو
کريس ګيل

اى پي ايل: کريس ګيل له اوټ کېدو وروسته د غبرګون د ښکاره کولو له امله جريمه شو

په اى پي ايل سياليو کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې چټک توپوهونکى کريس ګيل د اى پي ايل د اصولو نه د سرغړونې له امله د لوبې د فيس ١٠ سلنه جريمه شو.

نوموړى تېره ورځ د د راجستان رايلز لوبډلې پر وړاندې د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې د کنګز اليون پنجاب لپاره لوبېده، چې له يادې لوبې وروسته جريمه شوى دى.

کريس ګيل په پرونۍ لوبه کې چټکه توپوهنه ترسره کړه او ٩٩ منډې يې وکړې، خو پنجاب د ٧ ويکټو په توپير لوبه کې ماتې وخوړه، کريس ګيل په دغه لوبه کې د جوفرا ارچر له لوري اوټ شو.

کريس ګيل چې پرون ورته د لوبې په وروستي اور کې د سليزې لپاره يوازې يوه منډه پاتې وه، د جوفرا ارچر په توپ سټمپ اوټ شو او سليزې ته ونه رسېده.

په ٩٩ منډو له اوټ کېدو وروسته کريس ګيل سخت غبرګون ښکاره کړ او بېټ يې له ځمکې سره وويشت، همدا راز له جوفرا ارچر سره يې پنجه هم ووهله او هغه يې په دې ډول د هغه په اوټ کېدو وستايه.


د اى پي ايل له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې کريس ګيل د اى پي ايل د ليول ١ اصولو څخه سرغړونه کړې ده او دا هغه په خپله هم منلې ده، نو له دې امله نوموړى د لوبې د ريفري له لوري د لوبې د فيس لس سلنه جريمه شوى دى.

پرونۍ لوبه چې د اى پي ايل پنځوسمه لوبه وه، کنګز اليون پنجاب پکې لومړى توپوهنه ترسره کړه او د کريس ګيل د ٩٩ منډو په مټ يې د راجستان رايلز لوبډلې ته د ١٨٦ منډو هدف وټاکه، خو راجستان رايلز هم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ياد هدف يې په ١٧.٣ اورونو کې پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

دا لوبه د پنجاب او راجستان دواړو لپاره ډېره مهمه وه، چې د پنجاب له بايللو وروسته د راجستان، حېدراباد او کلکتې د مخکې تګ چانسونه پېدا شو او همدا راز پنجاب لا هم د مخکې تګ چانس لري.

د يادولو وړ ده چې کريس ګيل په پرونۍ لوبه کې ٨ شپږيزې هم ووهلې او له دې سره د شل اوريزو لوبو لومړنى توپوهونکى شو، چې د ١٠٠٠ شپږيزو وهلو هدف يې پوره کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

محمد نبي

محمد نبي زبردسته توپوهنه ترسره او چټکه پنځوسيزه يې ووهله

د پاکستان سوپر ليګ کې نن محمد نبي ډېره زبردسته توپوهنه ترسره کړه چې چټکه …