کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل: د ډيلي او ممبۍ او بېنګلور او حېدراباد ترمنځ مهمې لوبې ترسره کېږي
ممبۍ انډينز او ډيلي کاپيټلز

اى پي ايل: د ډيلي او ممبۍ او بېنګلور او حېدراباد ترمنځ مهمې لوبې ترسره کېږي

نن د اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز او دويمه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

ډيلي د ممبۍ پر وړاندې

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥١مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ په نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيلېږي.

د ممبۍ انډينز لوبډلې تراوسه پورې تر ټولو زياتې ٨ لوبې ګټلې دي چې ١٦ نومرې لري او جدول کې لومړي مقام کې ده، همدا راز د پلى اف سياليو ته يې هم لار موندلې ده.

ممبۍ انډينز په وروستۍ لوبه کې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې بيا په ١٢ لوبو کې ٧ برياوې خپلې کړې دي چې ١٤ نومرې لري او په جدول کې په دويم مقام کې ده، ممبۍ که نننۍ لوبه وبايلي، نو ډېر فرق پرې نه پرېباسي، خو ډيلي بايد نننۍ لوبه وګټي.

ډيلي کاپيټلز په وروستيو درې لوبو کې له کنګز اليون پنجاب، کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو څخه ماتې خوړلې دي.

د ډيلي کاپيټلز او ممبۍ انډينز لوبډلې په روان ليګ کې په ٢٧مه لوبه کې سره مخ شوې وې، چې ممبۍ انډينز د ٥ ويکټو په توپير ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

ممبۍ انډينز: ايشان کشن، کوانټين ډي کوک (ويکټ ساتونکى)، سوريا کمار يادو، سوراب تيواري، هارديک پانډيا، کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، کرونال پانډيا، جېمز پيټنسن، راهول چاهار، ټرينټ بولټ او جسپريت بومرا.

ډيلي کاپيټلز: شيکر دهون، پريتوي شاو\اجينکى ريهانى، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، شيمرون هيټماير، مارکوس سټوينيس، هرشل پټيل\تشار ديش پانډى، اکشر پټيل، ار اشوين، کاګيسو رباډا او انريک نورجه.

بېنګلور د حېدراباد پر وړاندې

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٢مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

بېنګلور په ١٢ لوبو کې ٧ لوبې ګټلې دي چې د ١٤ نومرو سره په جدول کې دويم مقام لري، خو په وروستيو دوه لوبو کې يې له چيناى سوپر کنګز او ممبۍ انډينز څخه ماتې خوړلې دي.

سنرايزرز حېدراباد بيا په ١٢ لوبو کې ٥ لوبې ګټلې دي چې د ١٠ نومرو سره په جدول کې په اووم مقام کې قرار لري، د دوى لپاره نننۍ لوبه ګټل ډېر مهم دي او که نننۍ لوبه ونه ګټي نو له پلى اف پړاو څخه تګ نه به پاتې شي.

حېدراباد وروستۍ لوبه د ډيلي کاپيټلز لوبډلې سره ترسره کړې وه چې د ٨٨ منډو په ستر توپير يې ډيلي کاپيټلز ته ماتې ورکړې وه.

حېدراباد او بېنګلور د روان اى پي ايل په ٣مه لوبه کې سره مخ شوې وې، چې په دغه لوبه کې بېنګلور د ١٠ منډو په توپير حېدراباد ته ماتې ورکړې وه.

د دواړو لوبډلو احتمالي نوملړونه:

رايل چېلنجرز بېنګلور: جوش پيليپ، ديودت پاډيکال، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز (ويکټ ساتونکى)، ګور کيرت سينګ، شيوام ډوبى\معين علي، کريس موريس، واشينګټن سندر، ايسورو ادانا\نوديپ سېني، محمد سراج او يوژيندرا چاهل.

سنرايزرز حېدراباد: ډيويډ وارنر (لوبډلمشر)، وريديمان ساها (ويکټ ساتونکى)، منيش پانډى، کين ويليمسن، ويجى شنکر، عبدالصمد، جېسن هولډر، راشد خان، شهباز نديم، ټي ناټاراجن او سنديپ شرما.

Loading...

دا هم ولولئ

ظاهر خان او مجيب الرحمان

بيګ باش: د مجيب الرحمان او ظاهر خان لوبډلې نن مخامخېږي

د اسټراليا د بيګ باش تجارتي ليګ دويمه لوبه نن د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ …