کورپاڼه / روغتيا / داسې عجیبه ناروغي، چې يوه ورځ پکې د کال هومره اوږده تېرېږي
ماشوم

داسې عجیبه ناروغي، چې يوه ورځ پکې د کال هومره اوږده تېرېږي

د امریکا د کیلیفورنیا ایالات په سیلیناس ښار کې، یو وړوکی ماشوم پر داسې ناروغۍ اخته شوی، چې یوه ورځ پرې د کال هومره تېرېږي.

د نړیوالو راپورونو له مخې ویل کېږي، چې دا (جی ـ کی بورفکا) نومي ماشوم، د امریکا د کیلیفورنیا ایالات په سیلیناس کې زېږېدلی او د پیدایښت پر وخت یې کومه ناروغي هم نه درلوده، چې تر دوو میاشتو بیخي د ښې روغتیا خاوند و.

د بورفکا مور او پلار وایي، کله چې دی د دوو میاشتو شو، نو ډاکټر ته لاړو، چې وروسته له ټیسټونو یې ډاکتر راته وویل چې ماشوم مو ډېره خطرناکه ناروغي لري.

ډاکټران وایي چې نوموړی ماشوم triosephosphate isomerase deficiency په نوم ناروغي لري، چې تر دې مهال په ټوله نړۍ کې ۶۰ تنه پرې اخته دي.

ډاکټران زیاتوي، چې په دې ناروغۍ د اخته کسانو عمر تر ۵ کلونو پورې رسېږي. دغه راز ویل کېږي چې دا ناروغي د (انیمیا) یو ډول دی، چې په دې ډول ناروغانو کې تل د وینې سره کورویات کم وي، چې په همدې سبب ټول بدن ته په پوره توګه اکسیجن نه رسېږي او ناروغ کس په ساه لنډۍ او قۍ کولو پیل کوي.

ډاکټران وایي چې triosephosphate isomerase deficiency ناروغي په بدن کې د شکر د کمښت څخه پیدا کېږي. د بورفکا مور او پلار وایي چې ماشوم د شکر له کمښت سره مخ دی، چې تر ډېره به ژوندی پاتې نه شي.

نو ثابته شوه، چې بورفکا به نه یوازې فلج شي، بلکې له ۵ کلونو څخه زیات نه شي پاتې کېدلی.

د بورفکا مور تارا او پلار یې جانسن وایي، چې موږ ته ډاکتر وویل، چې ماشوم به مو درته روغ جوړ ښکاري، خو د وخت په تېرېدو به داسې شي، چې خواړه به د پیپ په ذریعه خوري او ساه به هم سمه نه شي اخیستلی.

جانسن وایي چې د بورفکا له لومړۍ سالګرې وروسته خېټه خرابه شوه او همداسې په دوامداره ډول یې نور هم طبیعت خرابېدو تر دې چې ساه یې سمه نه شوه اخیستلی.

د (اف پټس برګ) پوهنتون استاد ډاکټر پالاډین وایي، چې دا یوه ډېره عجیبه ناروغي ده، موږ په دې پوهېږو چې ماشوم ته دې کوم درمل ورکړل شي، خو دا باید په یاد ولرو چې ماشوم تر ډېره نه شي پاتې کېدلی.

دوی وایي چې د بورفکا درملنه یې پیل کړې او هیله مندي یې ښودلې چې ماشوم دې جوړ شي خو اوس مهال په بورفکا یوه ورځ د کال غوندې تېرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

په هډوکو کې د نوو حجرو په موندلو سره به د هډوکو په درملنه کې نوی باب پرانیستل شي

ویل کېږي چې د انسان په اسکلیټ کې بالکل نوې حجرې موندل شوي او ددې …