کورپاڼه / خبرونه / تاج ملک عالم: کرکټ بورډ او اى سي سي دې زموږ مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته احترام وکړي
تاج ملک عالم

تاج ملک عالم: کرکټ بورډ او اى سي سي دې زموږ مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته احترام وکړي

د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم په افغانستان کې د ښځينه لوبډلې د جوړېدو په تړاو خپل غبرګون ښکاره کړى دى.

تاج ملک عالم چې د افغانستان کرکټ په پيل کې ډېره ونډه لري، نوموړى اوسمهال د افغانستان کرکټ بورډ رسمي تخنيکي سلاکار دى، چې د کرکټ بورډ له لوري د ښځينه لوبډلې له جوړېدو سره يې مخالفت ښکاره کړى دى.

هغه همدا راز له کرکټ بورډ او د کرکټ نړيوالې شورا څخه غوښتنه کړې ده، چې زموږ مذهبي او کلتوري ارزښتونو ته دې احترام وکړي.

تاج ملک عالم په خپله فېسبوکپانه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې په ٢٠١٥ کال کې هغه په کرکټ بورډ کې مرستيال چيرمېن و، چې شفيق ستانکزي او نسيم دانش د ښځو کرکټ ټيم ته د موبي ګروپ په مرسته سفر برابر کړى و او شېر اغا همکار يې ورته منيجر ټاکلى و.

نوموړى وايي، چې ما، عزيزالله فضلي او نظري د دې کار مخالفت وکړ. هغه وايي: ((ځکه دا کار په ديني، کلتوري او هم په سياسي لحاظ غېر مناسب کار و.))

تاج ملک عالم همدا راز زياتوي، چې د هغه وخت د کرکټ بورډ مشرتابه زموږ غوښتنه ونه منله، موږ دا خبره ولسمشر ته ورسوله او هغه بيا دا پروژه ختمه کړه.

نوموړى وايي، کله چې د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) موږ ته بشپړ غړيتوب راکاوه، نو د ښځو د کرکټ لوبډلې شرط يې راته پکې ختم کړ، اوس چې دا خبره بيا راپورته شوې، زه بيا هم وايم چې افغانستان چې يوه اسلامي ټولنه ده، کرکټ بورډ، نړيواله شورا او ټول سټيک هولډر دې زموږ مذهبي، کلتوري ارزښتونو ته احترام وکړي.

تاج ملک عالم

د تاج ملک عالم، چې په کرکټ بورډ کې تخنيکي سلاکار دى، له خبرو څخه په واضحه ډول څرګندېږي، چې د ښځينه لوبډلې په تړاو فرهان يوسفزي له هيچا سره مشوره نه ده کړې او په خپل سر دا لوبډله جوړوي، ځکه چې د کرکټ بورډ له منځ څخه هم د دې لوبډلې په مخالفت کې غږونه راپورته شوي دي.

د تاج ملک عالم په دې پوسټ هم خلکو بېلا بېل غبرګونونه ښکاره کړي دي. ځينې خلکو د تاج ملک عالم ملاتړ کړى دى او ځينو خلکو پرې نيوکې کړې دي.

همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ پخواني اجراييوي رييس شفيق ستانکزي هم د تاج ملک عالم په پوسټ باندې کمنټ کړى دى او يوازې دومره يې ورته ليکلي: ((ههههههههههههه عالم صاحب دي.))

شفيق ستانکزى

بل لوري ته شېر اغا همکار هم د تاج ملک عالم ياد پوسټ ته په خپل غبرګون کې ليکلي دي، چې دا خبره درواغ ده چې هغه د ښځو د کرکټ لوبډلې منيجر ټاکل شوى و. هغه ليکي، چې مخکې يې هم د دې لوبډلې ملاتړ کړى و او اوس يې هم کوي.

شېر اغا همکار

هغه همدا راز له تاج ملک عالم څخه غوښتنه کړې ده، چې راوځه او د دې مخالفت وکړه او يا هم له کرکټ بورډ څخه استعفا ورکړه، چې خلکو ته معلومه شي چې واقعاً هم تاج د دې کار مخالف دى.

دا هم ولولئ

پاکستانۍ نجلۍ، راشد ته: ته روان یې، مه ځه کنه

دا مهال د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ وروستي پړاو ته رسېدلي او نن یې د …