خپلواک وېبپاڼه (۸ اکتوبر ۲۰۱۹): نن ورځ د مس عينک اتلانو او بوست ساتونکو د لوبې پر مهال د مس عينک اتلانو چټک توپ اچوونکی نوين الحق جريمه شو.
د افغانستان کرکټ بورډ له لوري په خپور شوي خبر کې ويل شوي دي، چې د مس عينک اتلانو او بوست ساتونکو لوبډلو ترمنځ په نننۍ لوبه کې د مس عينک چټک توپ اچوونکی نوين الحق د سيالې لوبډلې له يوه لوبغاړي سره د لفظي شخړې له امله جريمه شو.
دوی زياته کړې ده، چې له نوين الحق څخه به د نننۍ لوبې د مېچ فيس ۲۵ سلنه وګرځول شي.
نن سهار د مس عينک اتلانو او بوست ساتونکو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ دويمه لوبه په کابل لوبغالي کې ترسره شوه، چې مس عينک اتلانو ۱۵۶ منډې وکړې او په ځواب کې يې د بوست ساتونکو لوبډلې ۱۵۳ منډې وکړې، چې مس عينک اتلانو په ۳ منډو بريا خپله کړه.
په دغه لوبه کې يمين احمدزي ۴ مهمې ويکټې ترلاسه کړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې واخيستله. همدا راز نوين الحق بيا په دغه لوبه کې ۱ لوبغاړی وسوځاوه.
نوين الحق د افغانستان چټک توپ اچوونکی دی چې د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی. هغه د افغانستان لپاره ۲ نړيوالې يو ورځنۍ او ۱ نړيواله شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده. يو ورځنۍ لوبې نوموړي په ۲۰۱۶ کې ترسره کړې وې او شل اوريزه لوبه يې د ملي لوبډلې بنګله دېش ته په وروستي سفر کې ترسره کړه.
په خپله لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې نوموړي ۴ اورونه ترسره کړل چې د ۲۰ منډو په ورکولو سره يې ۲ لوبغاړي وسوځول، خو په دغه لوبه کې افغانستان په ۴ ويکټو ماته وخوړه او د بنګله دېش لوبډله پکې بريالۍ شوه.