د امریکا فضایي اداره ناسا ادعا لري، چې د (جونو) نومي فضایي روبوټ یې، د مشتري په فضا کې پیریان او ښاپېري لېدلي دي.
که څه هم دا ډول دعوه یې د یوې اسطورې څخه کمه نه ده خو په حقیقت کې پیریان او ښاپیري د دوه ډوله تېزو رڼاګانو منظرې ته ویل کېږي.
که څه دا ډول رڼاګانې په ځمکه هم څرګندېږي خو د لومړي ځل لپاره په نورو سیارو کې هم وموندل شوې.
د CNN د راپور پر وینا ویل کېږي، چې ښاپیري په اسطورو کې ډېر هوښیار او ښکلی مخلوق ګڼل کېږي، خو ساینس وایي، چې دا د روښنایۍ هغه روښانه مرکز دی چې د بریښنا په ذریعه په حرکت راځي او د طوفان پر وخت لېدل کېږي.
ویل کېږي، چې کله هم لوی طوفان واقع شي، نو دغه منظر له ځمکې څخه ۶۰ کیلو میټره پورته لېدل کېدلی شي، چې له ۱۵ څخه تر ۳۰ کیلو میټرو پورې په شاوخوا کې روښنایي خپروي خو دا منظر یوازې څو ملي ثانیې دوام لري.
د روښنایۍ دا مرکزونه د (جیلي فش) په ډول ښودل کېږي، چې په یو وخت کې هم د ځمکې او هم د اسمان پر لور حرکت کوي.
بله خوا ساینس د الکټرو میګنیکټ په وسیله په کمه اندازه د روښنایۍ خراجېدلو ته پیریان وایي، چې د ډېرې تېزې رڼا په څېر ښکاره کېږي، چې تر ۲۰۰ کیلو میټرو پورې په اسمان کې خپرېدلی شي.
د جونو فضایي روبوټ جوړونکی او ددې څېړنې لیکوونکي (روهني ایس جایلس) وایي، چې پیریان او ښاپیري د ځمکې په اتموسفیر کې د نایتروجن د عکس العمل په نتیجه په سور رنګ سره ښکاره کېږي.
نوموړی زیاتوي چې د مشتری په فضا کې هم هایډروجن شتون لري، چې په سبب پیریان او ښاپیري په ګلابي رنګ څرګندېږي.
دا څېړنه د اکټوبر په ۲۷ مه د (اف جیو فزیکل) ژورنال کې، چې په سیارو د څېړنو لپاره ځانګړی شو، خپره شوه.
ساینس پوهانو وړاندوینه کړې، چې د مشتري فضا او زیات طوفان یې ددې ډول منظر ښودنه کړې، چې له دې وړاندې نه و لېدل شوي او په همدې سره ساینس پوهانو موقع پیدا کړه تر څو په مشتري نورې لیکنې هم وکړي.
یاده دې وي چې په جونو فضایي روبوټ کې (الټراوایلټ سپیکټروګراف) استعمال شوي، چې د څراغونو په مرسته یې د پیریانو او ښاپیریو رنګه عکسونه اخیستل شوي دي.