کورپاڼه / تجارتي ليګونه / رحمان الله ګربز په لنکا غوره ليګ کې واخيستل شو
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز په لنکا غوره ليګ کې واخيستل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز هم د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې واخيستل شو.

نوموړى په دې ليګ کې د کنډي ټسکر لوبډلې اخيستى دى، چې هغه مننه کړې ده او همدا راز خپلو مينه والو ته يې هم مبارکي ويلې ده.

رحمان الله ګربز په فېسبوک کې په يو پوسټ کې ليکلي: ((شکر او مننه ستر ربه! له بي پي ايل او سي پي ايل ليګونو وروسته د سريلانکا غوره ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې له خوا وټاکل شوم.))

هغه مخکې ليکي: ((زما مينه والو او ټول افغان ولس ته دې مبارک وي، هڅه کوم چې له خپل ګران هېواد افغانستان څخه ښه استازولي وکړم او خپل دردېدلي، کړېدلي ولس ته وياړ او خوشحالۍ ورډالۍ کړم.))

نوموړي همدا راز له خپلو مينه والو غوښتنه کړې ده، چې په دعاګانو کې يې هېر نه کړي.

رحمان الله ګربز پوسټ

د يادولو وړ ده چې د کنډي ټسکرز لوبډلې له رحمان الله ګربز پرته نوين الحق هم اخيستى دى. په دې لوبډله کې د کوسل پريرا، کريس ګيل، ليام پلنکيټ، عرفان پټان او وهاب رياض په څېر لوبغاړي هم شته.

ياده دې وي چې رحمان الله ګربز په دې وروستيو کې د شپږيزې کرکټ ليګ اتلولي هم وګټله، هغه په شپږيزه کې د کابل زلمي لوبډلې لوبډلمشر و او له هغه وروسته بيا د غازي امان الله خان جام سياليو کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لوبډلمشر و، چې په خپله لوبډلمشرۍ کې يې ياد ليګ هم وګاټه.

رحمان الله ګربز چې له دې مخکې د کارابين پريمئير ليګ سياليو کې اخيستل شوى و، د وېزې د مشکل له امله يې ونه شول کولاى چې په دغه سياليو کې ګډون وکړي. هغه همدا راز تېر کال د بنګله دېش غوره ليګ کې هم لوبېدلى و.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا غوره ليګ) کې حضرت الله ځاځى او قېس احمد هم د بېلا بېلو لوبډلو له لوري اخيستل شوي دي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …