کورپاڼه / روغتيا / په نهاره د چای د څښلو زیانونه
چاى

په نهاره د چای د څښلو زیانونه

د روغتیایي کار کوونکو پر وینا، په نهاره د چای څښل، ځان خطر ته د ورکولو پر مانا دى، هغه خلک چې په نهاره چاى څښي، هغوى نو له يو شمېر ستونزو سره هم مخ کېږي.

د روغتیا پوهانو پر وینا، چای د ډېرو زیاتو ګټو سره ـ سره ځینې تاوانونه هم لري، چې علت یې د استعمال وختونه په ګوته کوي.

په نهاره د چای څښل د انسان پر روغتیا ډېرې ناوړه اغېزې لري، چې د معدې تیزابیت او نورې ستونزې راولاړولی شي.

یاده دې وي، چې په نهاره د چای څښل د خېټې مختلفې ناروغیو د رامنځته کېدلو لامل ګرځي.

د غاښونو خرابېدل:

په نهاره د چای څښل په وریو کې د میکروبونو د ډېرېدو سبب ګرځي، چې بالاخره د غاښونو د خرابېدو لامل کېږي، نو ددې لپاره چې غاښونه مو خراب نه شي، لومړی ناشته وکړئ او بیا چای وڅښئ.

دغه راز په تشه خېټه د چای څښل په بدن کې د اوبو کمښت پیدا کوي. د اته ساعته خوب وروسته زموږ بدن اوبو ته اړتیا لري، ځکه چې د خوب پر مهال بدن ته په پوره اندازه اوبه نه برابرېږي.

د معدې تېزاب ډېرېدل:

په نهاره د شین یا تور چای څښل د روغتیا لپاره زیانمن تمامېدلی شي. که چېرته د سهار له ناشتې مخکې چای وڅښل شي، نو د معدې تېزاب ډېرولی شي، چې د معدې سوخت او بد هضمي پیدا کوي. هغه کسان چې سهار وختي چای څښي، ورته پکار ده چې له چای مخکې یو څه خواړه وخوري.

چکر خوړل یا سر ګرځېدل:

هغه څوک چې په نهاره چای څښي، پر روغتیا یې ډېرې ناوړه اغېزې ښندلی شي، چې کانګې کول، چکر خوړل یا سر ګرځېدل او … یې لوی مثال ګڼل کېږي.

د خېټې پړسېدل:

هغه کسان چې ډېر چای څښي، د خېټې پړسوپ لري، چې لوی علت یې په نهاره د چای څښل دي.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …