کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د حېدراباد زبردسته بريا، جدول کې يې څلورم مقام ته ځان ورساوه
راشد خان ١

د حېدراباد زبردسته بريا، جدول کې يې څلورم مقام ته ځان ورساوه

د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې پر وړاندې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د ٥ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه، چې له دې سره يې د جدول څلورم مقام ته ځان ورساوه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٢مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

د لوبې په پيل کې سنرايزرز حېدراباد پچه وګټله او لومړى يې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

رايل چېلنجرز بېنګلور په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوش پيليپ ٣٢، اې بي ډيوليرز ٢٤، واشينګټن سندر ٢١ او ګورکيرت سينګ ١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سنرايزرز حېدراباد له لوري ټولو توپ اچونکو ښه توپ اچونه ترسره کړه. سنديپ شرما او جېسن هولډر ٢-٢، راشد خان، شهباز نديم او ټي ناټاراجن ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٢١ منډو هدف د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې په ١٤.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه.

د دوى له لوري وريديمان ساها ٣٩، منيش پانډى ٢٦ او جېسن هولډر ٢٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري يوژيندرا چاهل ٢، واشينګټن سندر، نوديپ سېني او ايسويو ادانا ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سنديپ شرما ته ورکړل شوه.

دا د سنرايزرز حېدراباد ١٣مه لوبه وه چې ٦مه بريا يې خپله کړه او د ١٢ نومرو سره څلورم مقام ته لاړه، د پنجاب، راجستان او کلکتې څخه يې نېټ رن رېټ ښه دى. همدا راز رايل چېلنجرز بېنګلور بيا په دويم مقام کې ده چې ١٤ نومرې لري. ټولو لوبډلو ١٣-١٣ لوبې ترسره کړې دي او يوه يوه لوبه يې پاتې ده، چې په راتلونکو لوبو کې به د مخکې تګ او شاتګ معلومات وشي.

سبا د نومبر په لومړۍ نېټه په اى پي ايل کې دوه لوبې ترسره کېږي. لومړۍ لوبه د چيناى سوپر کنګز او کنګز اليون پنجاب او دويمه لوبه بيا د کلکته نايټ رايډرز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

انګلستان لوبغاړى

انګلستان د سريلانکا لوبډله په ١٣٥ منډو وسوځوله

د انګلستان او سريلانکا ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه په ګال کې پيل شوې ده، چې …