کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې د کریلو او پالکو په وسیله خپل شکر کنټرول کړو؟
پالک او کريله

څنګه کولی شو چې د کریلو او پالکو په وسیله خپل شکر کنټرول کړو؟

شکر هغه ناروغي ده، چې د رېبزو (یو ډول حشرې دي، چې لرګي خوري) په څېر د انسان د بدن غړو ته زیان رسوي.

د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې شکر په ټوله نړۍ کې یوه عامه خپرېدونکي ناروغي ده.

د WHO د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې په ۲۰۱۴ ز کال په ټوله نړۍ کې ۴۲۲ میلونه وګړي په شکر ناروغۍ اخته شوي و. دا ناروغي په بدن کې د موجوده ګلوکوزو د حل په نتیجه کې د وینې سره د نه ګډون له امله پیدا کېږي.

روغتیایي کار پوهانو په یوه نوې څېړنه کې ویلي دي، چې د پالکو او کریلو جوس د شکر د ناروغۍ په کنټرول کې مهم رول لري.

په دې اړه د خوراکي توکو کار پوه ډاکټر انجو سود وایي، چې د کریلو په خوړلو سره په بدن کې ځیني کیمیایي بدلونونه راځي، چې په وینه کې د ګلوکوزو د اندازې په کمولو سربېره د انسولینو په کمښت کې هم مهم رول لري. بله خوا پالک هم له هغو سابو څخه شمېرل کې د شکر د خطر په کمولو کې مرستندویه ثابتېدلی شي.

یاده دې وي، هغه کسان چې هره ورځ په لږه اندازه پالک استعمالوي، د هغوی په پرتله چې پالک نه استمالوي، ۱۴ سلنه د شکر خطر یې کم وي.

په دې ډول سابو کې ویټامین K، میګنیزم، پوتاشیم، زنک او نور معدني مواد موندل کېږي، چې د روغتیا لپاره ډېر ګټور ګڼل کېږي.

د پالک او کریلو جوس څنګه جوړېږي؟

د پالکو او کریلو جوس څښل بیخي مشکل کار دی، ځکه چې ډېر بد خوند لري. خو که چېرته څو څاڅکي لیمو او تور مرچ ور واچول شي، خوند یې ښه او په آساني سره څښل کېدلی شي.

د پالکو او کریلو د جوسو د جوړولو لپاره لومړی د پالکو لږه اندازه پاڼې نرۍ ـ نرۍ پرې او وخوټوئ. دغه راز یوه کریله را واخلئ، منځ یې تش او بیا یې نرۍ ـ نرۍ پرې کړئ او په لږه اندازه پرې کړي ادرک هم ور واچوئ.

بیا دا ټول شیان په یو هاون کې واچوئ او ښه یې وټکوئ، دغه راز د لیمو څو څاڅکي او تور مرچ هم ور اضافه او استعمال کړئ.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …