کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د انګلستاني لوبغاړي ٧ کاله پخوانى ټويټ رښتيا شو
جوفرا ارچر او کريس ګيل

د انګلستاني لوبغاړي ٧ کاله پخوانى ټويټ رښتيا شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي جوفر ارچر ٧ کاله پخوانى ټويټ رښتيا شو. په انټرنېټ کې هم د هغه دا ټويټ اوس خلک ډېر لاس په لاس کوي.

د جوفرا ارچر دا ټويټ چې هغه ٧ کاله مخکې په ټويټر کې کړى و، د تېرې ورځې اى پي ايل لوبه کې رښتيا شو او خلک هم د هغه دې ټويټ ته ډېر حېرانه دي.

د جمعې په ورځ د اى پي ايل په لوبه کې کريس ګيل په ٩٩ منډو توپوهنې ته ولاړ و، چې جوفرا ارچر توپ اچونې ته راغى او هغه يې بولډ (اوټ) کړ او خپل ٧ کاله پخوانى ټويټ يې رښتيا کړ.

جوفرا ارچر په ٢٠١٣ کال کې د فبرورۍ په ٢٢مه نېټه په ټويټر کې يو ټويټ کړى و او ادعا يې کړې وه، چې که چېرته ما توپ اچونه ترسره کوله، نو توپوهونکى به سليزه پوره نه کړي.


د يادولو وړ ده چې د اى پي ايل ٥٠مه لوبه د اکتوبر په ٣٠مه نېټه د کنګز اليون پنجاب او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې وه.

په دې لوبه کې کريس ګيل د کنګز اليون پنجاب لپاره ډېره چټکه توپوهنه ترسره کړه، نوموړي ٨ شپږيزې او ٦ څلوريزې ووهلې او په ٦٣ توپونو يې ٩٩ منډې ترلاسه کړې، چې د جوفرا ارچر له لوري وسوځېده.

کنګز اليون پنجاب په دې لوبه کې د راجستان رايلز لوبډلې ته د ١٨٦ منډو هدف وټاکه، خو د راجستان رايلز له لوري بين سټوکس او سنجو سمسون چټکه توپوهنه ترسره کړه او ياد هدف يې پوره کړ چې د ٧ ويکټو په ستر توپير يې له کنګز اليون پنجاب لوبډلې څخه لوبه وګټله.

په دغه لوبه کې کريس ګيل بيا دا کارنامه هم ترسره کړه، چې په شل اوريزو لوبو کې لومړنى توپوهونکى شو چې ١٠٠٠ شپږيزې يې ووهلې.

دا هم ولولئ

فخر زمان د بابر اعظم ریکارډ مات کړ

د پاکستان سوپر لیګ د لاهور قلندرز لوبډلې پیلیز توپ وهونکي فخر زمان د کراچي …