پرون د رايل چېلنجرز بېنګلور او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو ترمنځ د اى پي ايل ٥٢مه لوبه ترسره شوه، چې حېدراباد پکې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او په ١٤.١ اورونو کې يې د پنځه ويکټو په توپير ستره بريا خپله کړه.
په دې لوبه کې ځينو لوبغاړو ځينې هدفونه او ريکارډونه هم پوره کړل، چې له تاسې سره يې دلته شريکوو.
د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې توپوهونکي کين ويليمسن په پرونۍ لوبه کې ١٥٠٠ منډې پوره کړې، نوموړي په پرونۍ لوبه کې يوازې ٨ منډې ترلاسه کړې، خو د ١٥٠٠ منډو هدف يې په اى پي ايل لوبو کې پوره کړ.
Make that 1500 runs for Kane Williamson 👏👏#Dream11IPL pic.twitter.com/8vtazaYwiw
— IndianPremierLeague (@IPL) October 31, 2020
منيش پانډى چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، نوموړي د حېدراباد لوبډلې لپاره ١٠٠٠ منډې پوره کړې، هغه په پرونۍ لوبه کې ١ شپږيزه او ٣ څلوريزې ووهلې او په ١٩ توپونو يې ٢٦ منډې وکړې، چې د حېدراباد لپاره په لوبېدو يې د يادې لوبډلې لپاره ١٠٠٠ منډې وکړې.
Into the four figure mark for @SunRisers 💪
Keep ’em coming @im_manishpandey #Dream11IPL pic.twitter.com/JVKpMLnyoc
— IndianPremierLeague (@IPL) October 31, 2020
د رايل چېلنجرز بېنګلور توپوهونکي ګورکيرت سينګ مان بيا په اى پي ايل سياليو کې د ٥٠٠ منډو هدف پوره کړ، نوموړي په پرونۍ لوبه کې ١٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپل دې هدف ته يې ځان ورساوه.
500 runs and counting for @gurkeeratmann22 in IPL 👏#Dream11IPL pic.twitter.com/ASxcqQ9JKH
— IndianPremierLeague (@IPL) October 31, 2020
سنديپ شرما چې په پرونۍ لوبه کې يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم اخيستې وه، د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلمشر ويراټ کوهلي يې وسوځاوه او په اى پي ايل کې هغه ٧ ځلې ويراټ کوهلي سوځولى دى، چې دا د يو توپ اچونکي له لوري ډېر ځلې د ويراټ کوهلي د سوځولو ريکارډ دى.
A BIG wicket for @sandeep25a. The #RCB Skipper is dismissed for 7.
Live – https://t.co/pVpZmFgN1J #Dream11IPL pic.twitter.com/BFrV0mz2Rd
— IndianPremierLeague (@IPL) October 31, 2020
د يادولو وړ ده چې په پرونۍ لوبې کې د بريا ترلاسه کولو سره د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې د پلى اف پړاو ته د تګ هيلې ژوندۍ ساتلې دي، د ټولو لوبډلو يوه يوه لوبه پاتې ده او تراوسه پورې يوازې ممبۍ انډينز پلى اف پړاو سياليو ته لار پېدا کړې ده.