خپلواک وېبپاڼه (۸ اکتوبر ۲۰۱۹): د بهرنیو چارو وزارت پخوانی وياند صبغت احمدي، چې د سولې په تړاو د طالبانو او پاکستان په ګټه يې څرګندونې کړې وې، د ولسمشر غني له لوري له دندې ګوښه شوی و، خو نن بېرته د بهرنيو چارو وزارت کې خپل دفتر ته راغلی و، چې له دفتره ويستل شوی دی او د هغه په ځای نوی وياند معرفي شوی دی.
د بهرنيو چارو وزارت ته نوی سرپرست وياند ميروېس ناب نن معرفی شوی دی. تر دې مخکې پخواني وياند صبغت احمدي د ولسمشر غني د حکم له منلو انکار کړی و او ويلي يې و چې ولسمشر غني واک نه لري چې ما له دندې ليرې کړي.
صبغت احمدي تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې د ملي يووالي حکومت د يوې هوکړې په لاسليک منځ ته راغلی دی او ولسمشر غني واک نه لري چې دی له دندې ګوښه کړي، نو خپلې دندې ته به دوام ورکړي.
دا هم ولولئ:
د بهرنيو چارو وزارت ګوښه کړل شوی وياند: ولسمشر زما د ليرې کولو واک نه لري
ولسمشر غني: راتلونکي پنځه کاله بيا هم ولسمشر يم
عمران خان: امريکا او طالبان دواړه سوله غواړي
همدا راز اجراييه رييس عبدالله عبدالله هم د صبغت احمدي ملاتړ کړی و او ويلي يې و چې ولسمشر غني يې د ليرې کولو واک نه لري او احمدي به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
خو نن چې صبغت احمدي خپل دفتر ته تللی، له دفتر څخه ويستل شوی دی او د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ادريس زمان او د دغه وزارت اداري او مالي مرستيالې نوی سرپرست وياند ميروېس ناب معرفي کړی دی.
د يادولو ده چې د بهرنيو چارو وزارت وياند صبغت احمدي په خپلو څرګندونو کې ويلي و، چې له طالبانو سره به د سولې خبرې بېرته ژر پيل شي، چې وروسته د ارګ وياند د هغه څرګندونې رد کړې او وې ويل چې د افغان حکومت دريځ د سولې په تړاو واضحه دی او صبغت احمدي چې کومې څرګندونې کړي دي، هغه يې خپل نظر دی.