کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل: نن د پنجاب، راجستان او کلکتې لپاره مهمې لوبې، د مخکې تګ پرېکړه يې نن کېږي
کريس ګيل

اى پي ايل: نن د پنجاب، راجستان او کلکتې لپاره مهمې لوبې، د مخکې تګ پرېکړه يې نن کېږي

نن د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو په لړ کې دوه لوبې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه د چيناى سوپر کنګز او کنګز اليون پنجاب او دويمه لوبه د راجستان رايلز او کلکته نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

د چيناى سوپر کنګز د پلى اف پړاو سياليو تګ څخه بهر شوې ده او د پاتې درې لوبډلو لپاره نن ډېرې مهمې لوبې دي او که د پلى اف پړاو ته د تګ لپاره بايد په ستر توپير برياوې خپلې کړي.

کنګز اليون پنجاب: د پنجاب لوبډله ١٢ نومرې لري او په پنځم مقام کې قرار لري، که چېرته نن چيناى ته په ستر توپير ماتې ورکړي نو د مخکې تګ چانس يې شته، خو په هغه صورت کې چې راجستان، کلکته او حېدراباد ترې په نېټ رن رېټ کې مخکې نه شي.

راجستان: که راجستان په ستر توپير د کلکتې لوبډلې ته ماتې ورکړي او له پنجاب  څخه مخکې شي، نو د مخکې تګ چانس يې شته او پرېکړه به يې په نېټ رن رېټ کېږي.

کلکته: که نن کلکته د راجستان لوبډلې ته په ستر توپير ماتې ورکړي او له پنجاب او حېدراباد څخه مخکې شي، نو د نېټ رن رېټ په حساب سره کولاى شي چې پلى اف پړاو سياليو ته لار پېدا کړي.

ممبۍ انډينز ١٨، رايل چېلنجرز بېنګلور ١٤ او ډيلي کاپيټلز هم ١٤ نومرې لري او په لومړي، دويم او دريم مقام کې قرار لري، درې واړه لوبډلې يوه يوه بله لوبه هم لري، چې ممبۍ ته يې ګټل يا بايلل کوم تاوان نه رسوي، خو بېنګلور او ډيلي ته د لوبو بايلل تاوان رسولى شي.

د اى پي ايل ٥٣مه لوبه د چيناى سوپر کنګز او کنګز اليون پنجاب لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ٢:٣٠ بجې پيلېږي.

احتمالي نوملړونه:

چيناى سوپر کنګز: روټوراج ګايکواړ، شين واټسن\فاف ډوپليسي، امباتي رايډو، مهيندرا سينګ دهوني (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، ناراين جګاديسان، رويندرا جډيجا، سام کران، مچل سانتنر، ديپک چاهار، کرن شرما او لونګي نګيدي.

کنګز اليون پنجاب: ماينک اګروال\منديپ سينګ، کى ايل راهول (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، کريس ګيل، نيکولاس پوران، ګلين ميکسويل، ديپک هوډا، کريس جورډن، ايم اشوين، محمد شامي، روي بشنويي او ارشديپ سينګ.

د اى پي ايل ٥٤مه لوبه د کلکته نايټ رايډرز او راجستان رايلز لوبډلو ترمنځ د دوبۍ نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. دا لوبه به د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيل شي.

احتمالي نوملړونه:

کلکته نايټ رايډرز: شوبمن ګيل، نيتيش رانا، راهول تريپاټي، سنيل ناراين، ايون مورګن (لوبډلمشر)، دينيش کارتيک (ويکټ ساتونکى)، رينکو سينګ\پراسيد کرشنا، پاټ کومنز، لوکي فيرګوسن، کمليش ناګارکوټي او ورون چکرورتي.

راجستان رايلز: بين سټوکس، روبين اتاپاپ، سنجو سمسون (ويکټ ساتونکى)، سټيو سميت (لوبډلمشر)، جاس بټلر، ريان پرګ، راهول ټيواټيا، جوفرا ارچر، شرياس ګوپال، ورون ارون\انکيت راجپوت او کارتيک تياګي.

Loading...

دا هم ولولئ

ظاهر خان او مجيب الرحمان

بيګ باش: د مجيب الرحمان او ظاهر خان لوبډلې نن مخامخېږي

د اسټراليا د بيګ باش تجارتي ليګ دويمه لوبه نن د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ …