کورپاڼه / بېلا بېل / لومړنۍ عربي مېرمن، چې د نړۍ په ژور واورين ډنډ (جهیل) کې یې ولامبل
ليلا الحبثى ٢

لومړنۍ عربي مېرمن، چې د نړۍ په ژور واورين ډنډ (جهیل) کې یې ولامبل

د منځیني ختیځ د عمان هیواد اوسېدونکې او ځمکپوهې د نړۍ په ډېر پخواني او ژور جهیل/ډنډ کې د لامبو په وهلو سره ځانګړی نوم وګاټه.

د عمان هیواد ځمکپوهې (لیلی الحبثي) د روسیې په تر ټولو سړه سیمه (سایبریا) کې په ډېر پخواني او ژور جهیل (ډنډ) کې په لامبو وهلو سره نوی نوم ګټلی دی.

د (ګلف نیوز) عربي ورځپاڼې د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې لیلی الحبثي په روسیه کې د جیولوژي برخه لوستې ده او په ډنډ (جهیل) کې یې د لامبو وهلو شوق له ماشومتوبه و.

نوموړې عربي مېرمنې د (بیکال) په نوم ډنډ کې په لامبو وهلو ټول حیران کړل، چې په دې سره لیلی الحبثی لومړۍ عماني نه، بلکې لومړۍ عربي مېرمن وګڼل شوه چې دا ډول حیرانوونکې کړنه ترسره کوي.

ليلا الحبثى ١

ویل کېږي چې د بیکال جهیل ډېره زیاته برخه د واورو لاندې ده، خو بل خوا دا هم ویل کېږي، چې ددې جهیل اوبه د نړۍ د پاکو او خوږو اوبو څخه ګڼل کېږي.

دغه راز ویل کېږي چې د بیکال ډنډ ۲۵ میلیونه کاله پخوانی دی، چې ۱۷۰۰ متره ژوروالی او ۶۵۰ کیلو متره اوږدوالی لري.

د بیکال جهیل د سایبریا او روسیې (نیلي سترګه) هم ګڼل کېږي، چې پر شاوخوا یې له ۲۰ زیات ټاپوګان، چې ۸۰ کیلو متره پراخوالی لري، هم شتون لري.

په دې جهیل کې د نړۍ ۲۰ سلنه خو د روسیې ۹۰ سلنه پاکې اوبه موجودې دي. هر هغه څوک چې په دې جهیل کې لامبي، نو خوب پرې راځي.

ليلا الحبثى

یاده دې وي چې د بیکال جهیل په ۱۹۹۴ ز کال د یونیسکو لخوا د نړیوالو میراثونو په سرلیک کې شامل شوی دی

دا جهیل د روسیې په تر ټولو سړه سیمه، چې غرونه یې همیشه د واورو څخه ډک وي، موقیعت لري.

د عمان هیواد د (مسقط ډیلي) په اخبار کې راغلي و، چې لیلی الحبثي په ۲۰۱۹ ز کال په جنورۍ کې د خپلې کلیزې په ویاړ دا کار ترسره کړو.

د لیلی الحبثي په دې کړنې سره نه یوازې په عمان، بلکې په ټوله عربي نړۍ کې د ستاینې وړ ګرځېدلې ده.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …