کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ایل کې ستاسې د خوښې لوبډلو د مخکې تګ چانسونه
ډيويډ وارنر، ايون مورګن او کى ايل راهول

اى پي ایل کې ستاسې د خوښې لوبډلو د مخکې تګ چانسونه

د نېږدې دوه میاشتو او ۵۴ لوبو وروسته د کرکټ نړۍ ترټولو ستر او جالبه هندوستان پریمیرلیګ په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره حساس پړاو ته رسېدلې دې چې تراوسه په کې ددې لوبو د تاریخ ددوه مشهوره او پیاوړو لوبډلو برخلیک معلوم شوی دی.

دفاعي اتله ممبۍ انډینزلوبډله په د ۱۳ لوبو وورسته د ۹ بریاوو او ټولټال ۱۸ امتیازونو په مټ دلومړۍ لوبډلې په توګه دوېم پړاو (پلی اف) ته رسېدلې ده خو دري ځلې اتله چنایی سوپرکینګز لوبډله بیا ددې لیګ په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره دوېم پړاو (پلی اف) ته په رسېدو کې پاتې راغلې او د ننۍ لوبې وروسته به هندوستان ته رسیږي.

خو خبره اوس د هغو منځ کې ولاړو شپږو لوبډلو ده چې لا هم یو بل ته د تسلیمېدو اراده نه لري او د نن او سبا ورځې څلور سیالۍ به (پلی اف) ته درسیدونکو پاتې درې لوبډلو برخلیک هم وټاکي.

لومړی راځو د ویراټ کوهلي په کپتانۍ کې رویلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې ته

ويراټ کوهلي او ديودت پاډيکال

یاده لوبډله نن د ډهلي کپیټلز لوبډلې په وړاندې د بریا په مټ کولای شي چې خپل امتیازونه ۱۶ کړي او د دوېمې لوبډلې په توګه (پلی اف) ته لاره پیدا کړي خو

که بنګلور نن ماته خوري او بیا نن چنایی لوبډله د کینګز ایلیون پنجاب په وړاندی او سن رایزرز حیدراباد هم ممبۍ ته ماتې ورکوي نو دې صورت کې به د بنګلور (نیټ رن ریټ) له کلکتې او راجستان ښه وي او (پلی اف) ته رسیږي، خو که چنایی لوبه ګټي او حیدراباد یې بایلي نو بیا هم بنګلور نیغ په نیغ (پلی اف) ته رسیږي، خو بنګلور لوبډله د پنجاب په ننۍ بریا او حیدراباد په ننۍ ماتې سره یې (پلی اف) ته درسېدو هېڅوک نشي ایسارولی.

د ډهلي کپیټلز لوبډلې لپاره (پلی اف) ته درسېدو چانس دادی چې

ډيلي کاپيټلز

لومړی باید نن بنګلور ته ماتې ورکړي چې نیغ په نېغه به مخکې لاړه شي، خو که نن ماته خوري نو بیا که چنایی پنجاب ته او سن رایزرز ممبۍ ته ماتې ورکوي نو دې صورت کې هم د ډهلي (نیټ رن ریټ) هم ښه کیږي چې بنګلور سره یوځای (پلی اف) ته رسیږي.

خو که چنایی لوبه ګټي او حیدراباد یې بایلي نو بیا هم نیغ په نیغه د بنګلور په وړاندې ماتې سره سره (پلی اف) ته رسیږي خو هغه صورت کې چې راجستان لوبه ونه ګټي خو که داسې وشول نو بیا به د راجستان او ډهلي پرېکړه په (نیټ رن ریټ) سره کیږي او ن د خپلې ماتې په صورت کې، د پنجاب او راجستان بریاوو سره ډهلي لوبډله له (پلی اف) څخه پاتې کېدلی هم شي. نو که د خپلې لوبې پاېله یې هم څه وي نو لومړی به د پنجاب د بریا او حیدراباد او راجستان ته د ماتو دعاوې کوي.

د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې لپاره (پلی اف) ته درسېدو چانس دادی چې

کريس ګيل

یاده لوبډله نن باید چنایی لوبډلې ته ماتې وکړي او سن رایزرز لوبډله باید د ممبۍ په وړاندې ماتې وخوري نو د خراب (نیټ رن ریټ) سره سره به بیا هم د درېمې او یا هم څلورمې لوبډلې په توګه به (پلی اف) ته لاره پیدا کړي، او که ماته خوري او راجستان او کلکته کې هم لوبه په ښه (نیټ رن ریټ) سره پای ته رسوي نو بیا به پنجاب لوبډله هرو مرو کور ته ستنیږي.

د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې لپاره (پلی اف) ته درسېدو چانس دادی چې

راشد خان

یاده لوبډله باید نن ممبۍ انډینز لوبډلې ته ماتې ورکړي خو ترڅنګ به یې د پنجاب د ماتې لپاره هم دعاوې کوي چې په دې سره به د درېمې لوبډلې په توګه (پلی اف) ته لاره پیدا کړي، خو حیدراباد نن ماته خوري نو په ټورنامنټ کې له مخکې تګ پاتې کیږي.

د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې لپاره (پلی اف) ته درسېدو چانس دادی چې

کلکته نايټ رايډرز

یاده لوبډله د خراب (نیټ رن ریټ) سره سره باید هم د مخکې تګ چانس لري خو باید د راجستان په وړاندې بریا خپله کړي او دې سره سره باید پنجاب او حیداباد لوبډلو د ماتو لپاره دعاوې وکړي.

د راجستان رویلز لوبډلې لپاره (پلی اف) ته درسېدو چانس دادی چې

جاس بټلر او سټيو سميت

یاده لوبډله باید په دوبۍ کې د کلکتې په وړاندې بریا خپله کړي نو ترڅنګ به یې د پنجاب او حیدراباد د ماتو دعا هم کوي چې په دې پایلو سره به د خراب (نیټ رن ریټ) سره سره (پلی اف) ته لاره پیدا کړي.

د نن ورځې په دوه سیالیو کې به لومړۍ سیالۍ کې کینګزایلیون پنجاب له چنایی سوپرکینګز سره په شیخ زاید لوبغالي ابوظبي کې او ورپسې به نن ماښام بیا کلکته نایټ رایډرز لوبډله په دوبۍ لوبغالي کې له راجستان رویلز سره سیالۍ وکړي.

دغه راز د سبا ورځې په لوبو کې به لومړی په شیخ زاید ابوظبي لوبغالي کې رویلز چیلینجرز بنګلور له ډهلي کپیټلز سره او بیا به ورپسې ماښام کې په شارجه لوبغالي کې ممبۍ انډینز لوبډله له سن رایزرز حیدراباد لوبډلې سره د روان ۱۳م پړاو IPL لیګ وروستۍ لیګ لوبه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …