کورپاڼه / خبرونه / عليم ډار به د نړۍ لومړى لوبڅار شي
عليم ډار

عليم ډار به د نړۍ لومړى لوبڅار شي

پاکستانى لوبڅار عليم ډار ته نن د پاکستان او زمبابوې ترمنځ دوېمه پنځوس اوريزه لوبه کې يو بل ريکارډ انتظار کوي.

نوموړى به نن د کرکټ نړېوالې شورا په چوکاټ کې د پنځوس اوريزه لوبو د تاريخ لومړى لوبڅار شي چې په زياتو ۲۱۰ سياليو کې لوبڅاري کوي.

عليم ډار اوسمهال ۵۲ کلن دى  چې په خپل ټويټر پيغام کې يې په دې خوښي ښودلى ده چې په يو ورځنيو لوبو کې هم دمخکښ لوبڅار ريکارډ په خپل نوم کوي.

عليم ډار د لوبڅارۍ په ډګر کې د ملتيا په موخه له خپلې کورنۍ مننه کړې چې کلونه يې ترڅنګ ولاړه ده او دغه راز يې کرکټ نړېوالې شورا او پاکستاني کرکټ بورډ ته کور ودانى ويلى چې ورته يې د لوبڅارۍ زمېنې برابرې کړي دي.

عليم ډار ١

د يادونې وړ ده چې اوسمهال په زياتو ۲۰۹ پنځوس اوريزه لوبو کې د لوبڅارۍ ريکارډ له سويلي افريقايي لوبڅار روډي کورټزن سره دى.

عليم ډار تېر کال د ويسټ انډيزي لوبڅار سټيف بکنر ريکارډ هم په خپل نوم کړ چې په زياتو ۱۳۲ ټيسټ سياليو کې د لوبڅارۍ نوم وګاټه.

په کرکټ نړېواله شورا ICC لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د لوبڅارانو او ريفريانو منيجر ادرين ګريفت عليم ډار ددې شورا په چوکاټ کې يو بريالى لوبڅلر ياد کړى او نوموړي ته په دې لاسته راوړنې مبارکي ويلې.

د ګريفټ په خبره چې عليم ډار له تېرو ۱٦ کلونوله ICC سره لوبڅاري کوي او هيله يې ښودلې چې نور اوسني او راتلونکي لوبڅاران هم د عليم ډار لار ونيسي او دې ډګر کې لوړو پوړونو ته ورسيږي.

د دومره کلونو او هره بڼه کرکټ سياليو کې د کاميابه لوبڅارۍ ريکارډ لرلو سره سره عليم ډار څو ورځې وړاندې له پاکستاني کرکټ بورډ وغوښتل چې د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د پنځوس اوريزه لوبو سيريز وړاندې ورته په څوو تمريني سياليو کې د لوبڅارۍ چانس ورکړي ترڅو تيارى ونيسي ځکه په وينا يې په تېرو ۷ مياشتو کې يې لوبڅاري نه ده ترسره کړې چې دې مسلک ته د نوموړي ژمنتيا ښايي.

عليم ډار ٢

عليم ډار د کرکټ نړېوالې شورا په چوکاټ کې د زياتو شل اوريزه لوبو لوبڅارۍ کې يواځې له خپل هېوادوال احسن رضا وروسته په ۴٦ لوبو کې لوبڅارۍ سره دوېم مقام لري.

عليم ډار له ۲۰۰۰ کال راهيسي لوبڅاري کوي چې تر اوسه په ۲۰ کلنې لوبڅارۍ دوره کې د کرکټ تاريخ لومړى لوبڅار دى چې د نړېوالې شورا اړوند په زياتو ۳۸۷ نړېوالو سياليو کې يې لوبڅاري کړې ده.

د پاکستان او زمبابوې دوېمه پنځوس اوريزه لوبه نن کيږي چې لومړۍ يې کوربه پاکستان ګټلې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

د افغانستان او زمبابوې لوبلړۍ

د افغانستان او زمبابوې لوبو د سرليک مالي ملاتړ د ابوظهبي ورزش شورا ترلاسه کړ

د افغانستان په کوربه توب د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ٢ ټېسټ او ٣ …