کورپاڼه / ريکارډونه / د سږ کال IPL هغه ریکارډ چې ښایي راشد خان سره پاتې شي
راشد خان

د سږ کال IPL هغه ریکارډ چې ښایي راشد خان سره پاتې شي

د سږ کال په دیارلسم پړاو هندوستان کرکټ غوره لیګ کې راشد خان یواځېنی افغان لوبغاړی دی چې سن رایزرز لوبډلې په ټولو ترسره شویو سیالیو کې لوبولی دى او نوموړی هم د یادې لوبډلې تر ټولو ارزښتناکه لوبغاړی ثابت شوی.

راشد خان که د سږ کال په لوبو کې لومړی یا هم دوېمه پاڼۍ کې توپ اچونه (بالینګ) کړی نو همیش د خپلې لوبډلې لپاره طلایي ثابت شوی.

راشد خان د سږ کال په لیګ کې تراوسه هغه بالر دی چې سږ کال او د خپل IPL تاریخ ټولو غوره توپ اچونه یې سږ کال وکړه چې په پوره څلور اورونو کې د کمو ۷ منډو ورکولو ریکارډ له ځان سره لري.

راشد خان ١

دا کارنامه تراوسه روان ليګ کې د لسګونه نورو توپ اچوونکو ډله کې د هېڅ لوبډلې هېڅ توپ اچوونکي (بالر) نه ده ترسره کړې او له همدې کبله نه ښکاري چې د نوموړي دغه ریکارډ سږ کال کوم بل (بالر) هم مات کړي.

راشد خان د ۲۰۲۰ کال په روان لیګ کې تراوسه په ۱۳ سیالیو کې لوبېدلى دى چې په ۴ اورونو کې یې زیاتې ۳۲ او کمې بیا یواځې ۷ منډې ورکړي او د ۱۷ لوبغاړو په سوځولو سره تراوسه څلورم مخکښ ویکټ اخیستونکی توپ اچوونکی (بالر) دی.

راشد خان

چېرته چې د نورو لوبډلو یو شمېر توپ اچوونکو د عربي اماراتو په تر ټولو کوچني (شارجه) لوبغالي کې ان له ۵۰ زیاتو منډې ورکړي هلته بیا راشد خان دوه لوبې کړي چې ۲۲ او ۲۴ منډې یې ورکړي دي او سیالو لوبډلو ته خطرناکه ثابت شوی دی.

نوموړي په روان لیګ کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۵۲ اورونه ترسره کړي چې نېږدې نیمایي ۱۸۴ بالونو یې په حیرانوونکي توګه هېڅ منډه نه ده ورکړې او د سږکال په سیالیو کې د سیالو لوبډلو هېڅ توپوهونکي (بیټسمین) نوموړی نه دی ورخطا کړی.

راشد خان

راشد خان د لومړي ځل لپاره ۲۰۰۷ کال IPL سیالیو ته د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې له خوا واخیستل شو چې ترواسه د یادې لوبډلې په ګټه په ۴ فصلونو کې په ټولو سیالیو کې لوبول شوی دې او په ۷۳ وېکټو سره ددې لیګ په ۱۳ پړاونو کې د مخکښه ویکټ اخیستونکو په لیست کې په ۳۳م مقام کې ځای لري.

راشد خان دغه راز ددې لیګ په تاریخ کې ډېرمشهوره نومونه لکه مرلي دهرن،ناراین،میګرا، کمبلي او اشوین په څېرلوبغاړي هم شاته پریښي دي چې په ۶ اشاریه ۲۲ ایکانومي سره ددې لیګ د ۱۳ پړاونو تر ټولو اقتصادي توپ اچوونکي (بالر) مقام هم له ځان سره لري.

Loading...

دا هم ولولئ

سټيو سميت

سټيو سميت د ويراټ کوهلي او سچن ټنډولکر د چټکو سليزو ريکارډ مات کړ

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکي سټيو سميت په ټېسټ لوبو کې ٢٧ سليزې …