پاکستان د زمبابوې پر وړاندې په دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ښه توپ اچونه او ښه توپوهنه ترسره کړه او دويمه بريا يې هم خپله کړه، چې له دې سره يې د درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړه.
د پاکستان او زمبابوې ترمنځ د درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د پاکستان په پېنډۍ ښار کې ترسره شوه.
د لوبې په پيل کې زمبابوې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
زمبابوې په ٤٥.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې سين ويليسم ٧٥، برينډن ټيلر ٣٦، براين چاري ٢٥ او بليسنګ موزرباني ١٧ منډې وکړې.
د پاکستان له لوري افتخار احمد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د زمبابوې ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز محمد موسى ٢، حارث روف، فهيم اشرف او عماد وسيم ١-١ ويکټ واخيستې.
د پاکستان له لوري محمد موسى او حېدر علي نن خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي.
د ٢٠٧ منډو هدف د پاکستان لوبډلې په ٣٥.٢ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د پاکستان له لوري بابر اعظم ٧٧ ناسوځېدلې، امام الحق ٤٩، حېدر علي ٢٩ او عابد علي ٢٢ منډې وکړې.
د زمبابوې له لوري ټينډاى چيسورو ٢، سين ويليمس او سکندر رضا ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه افتخار احمد ته ورکړل شوه، چې نوموړي په نننۍ لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځول، هغه په ١٠ اورونو کې ٤٠ منډې ورکړې او ٢ مېډن اورونه يې هم ترسره کړل.
پاکستان د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ کې ٢ لوبې وګټلې او له دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه. د دې لړۍ وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه به د نومبر په ٣مه نېټه د پاکستان په پېنډۍ ښار کې ترسره شي.