کورپاڼه / د لوبو راپورونه / چيناى د پنجاب لوبډله هم له ځان سره لاهو کړه

چيناى د پنجاب لوبډله هم له ځان سره لاهو کړه

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې د ٩ ويکټو په ستر توپير د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه او له ځان سره يې د پنجاب لوبډله هم د پلى اف پړاو تګ څخه پاتې کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٣مه لوبه د کنګز اليون پنجاب او چيناى سوپر کنګز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر مهيندرا سينګ دهوني پچه وګټله او لومړى يې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کنګز اليون پنجاب په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٣ منډې وکړې. د دوى لپاره ديپک هوډا په وروستيو کې ډېره چټکه توپوهنه ترسره کړه او هدف يې يو څه زيات کړ. هوډا ٤ شپږيزې او ٣ څلوريزې ووهلې او په ٣٠ توپونو يې ٦٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

ديپک هوډا

همدا راز کى ايل راهول ٢٩، ماينک اګروال ٢٦، منديپ سينګ ١٤ او کريس ګيل ١٢ منډې ترلاسه کړې.

د چيناى سوپر کنګز له لوري لونګي نګيدي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې په ٤ اورونو کې يې د ٣٩ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز شردل ټاکر، عمران طاهر او رويندرا جډيجا ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٥٤ منډو هدف د چيناى سوپر کنګز لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو پوره کړ او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې د پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د چيناى له لوري روټوراج ګايکواړ ٦٢ ناسوځېدلې، فاف ډوپليسي ٤٨ او امباتي راډيو ٣٠ ناسوځېدلې منډې وکړې. د پنجاب له لوري کريس جورډن ١ ويکټ واخيسته.

روټوراج ګايکواړ او امباتي رايډو

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه روټوراج ګايکواړ ته ورکړل شوه.

د چيناى لوبډلې په ١٤ لوبو کې ٦ لوبې وګټلې او د ١٢ نومرو سره په اوم مقام کې راغله، چې نورې لوبې يې ختمې شوې او د مخکې تګ څخه هم پاتې شوې ده، همدا راز کنګز اليون پنجاب که چېرته نننۍ لوبه ګټلې واى، خو د مخکې تګ چانس يې و، خو چيناى يې دا چانس هم ورختم کړم. پنجاب په ١٤ لوبو کې ٦ لوبې ګتلي او د ١٢ نومرو سره په پنځم مقام کې قرار لري، خو د راجستان او کلکتې لوبه نن ترسره کېږي، چې هره لوبډله بريالۍ شوه، د ١٤ نومرو سره به مخکې تګ وکړي.

دا هم ولولئ

متحده عربي اماراتو د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې لومړي پړاو سیالیو اتلولي خپله کړه

نن په عمان کې د نړیوال شل اوریز جام ته د لارموندنې سیالۍ د متحده …