کورپاڼه / تجارتي ليګونه / په (لنکا پریمیرلیګ) کې د افغان لوبغاړو له پیسو خبر شئ
حضرت الله ځاځى، نوين الحق، قېس احمد او رحمان الله ګربز

په (لنکا پریمیرلیګ) کې د افغان لوبغاړو له پیسو خبر شئ

سریلانکا کرکټ بورډ د نېږدې ۸ کلن انتظار وروسته یو ځل بیا خپل کورنی سوداګریز کرکټ لیګ LPL پیلوي چې ورته د بهرنیو لوبغاړو په ډله کې څلور افغان لوبغاړي هم غوره شوي دي.

برید کوونکى پیلیزتوپ وهوونکى (اوپنر) حضرت الله ځاځی به د سږکال په لنکا غوره لیګ کې له نورو افغان لوبغاړو زیاتې ۴۰ زره امریکایي ډالره د لوبېدو په بدل کې ترلاسه کړي چې له ګال ګلډییټرز لوبډلې په ګټه به ولوبیږي.

دغه راز به تیزتوپ اچوونکی (فاسټ بالر) نوین الحق بیا د ۲۰ زرو امریکایي ډالرو په بدل کې د کینډي ټسکرز لوبډلې په ګټه سیالۍ وکړي.

ځوان برید کوونکې پیلیز (اوپنر) توپ وهوونکی رحمان الله ګربز چې روانه اونۍ د ډرافټ وروسته دغه لیګ ته غوره شو د ۲۰ زرو امریکایي ډالرو په بدل کې به د نوین الحق ترڅنګ د کینډي ټسکرز لوبډلې سره ملګری وي.

او څلورم افغان لوبغاړی بیا لیګ سپنرتوپ اچوونکی (سپنربالر) قیس احمد دی چې هغه هم د ۲۰ زرو امریکایي ډالرو په بدل کې بیا د کولمبو کینګز لوبډلې له خوا ورسره تازه په تازه تړون لاسلیک شو.

د یادونې وړ ده چې د سریلانکا کرکټ غوره لیګ سیالیو ته اخیستل شوي افغان لوبغاړو وړاندې هم د اسټرالیا په بیګ باش، د ویسټ انډيز په کربین غوره لیګ، د بنګله دیش په غوره لیګ او د عربي اماراتو په لس اوریزه کرکټ لیګ کې هم سیالۍ ترسره کړي او په همیش له ډېرو بهرنیو لوبغاړو ښه ځلیدلي دي.

د لنکا پریمیر لیګ LPL سیالۍ به د روانې نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه په سریلانکا کې پرانیستل شي او په ورپسې ورځ به د ۷ ګډون کوونکو لوبډلو ترمنځ د سریلانکا په ۴ ښارونو کې پیل شي چې په کې به ټولټال ۲۳ سیالۍ وشي چې هره لوبډله به ۶ بهرني،۹ کورني قراردادي او یو یو د ۱۹ کلنې لوبډلې لوبغاړي له ځان سره ولري.

د سږکال دوېم پړاو لنکا غوره لیګ لپاره ۹۳ بهرني لوبغاړي اخیستل شوي دي چې په کې فف ډوپلیسیس، انډري رسل او میلر تر اوسه د نه لوبېدو پرېکړه کړې ده خو په کې تازه په تازه د شاهد افریدي او کریس ګیل وروسته عرفان پټهان هم دلوبېدو اوګډون لاسلیک وکړ.

په سریلانکا کې پلان شوي LPL لیګ ګډون کوونکو لوبغاړو لپاره د ۱۰ او ۶۰ زرو ډالرو په منځ کې معاشات ټاکل شوي دي چې ډېر ۶۰ زره ډالر به یواځې کوربه سریلانکایي لوبغاړي انجیلومیتیوس،تیسارا پریرا، نوان پردیپ،کوشال مینډیس،کوشال پریرا، اوپل ترنګا،دنوشکاګوناتیلاکا،نیروشان ډیکویلا، انجیلو پریرا او دنیش چندیمال ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د لنکا غوره لیګ په ۲۰۱۱ کال کې ترسره کېده خو هغه کال ونشو چې لومړې پړاو یې په ۲۰۱۲ کال کې وشو او په کې (یووا نیکسټ) لوبډلې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ خو بیا دغه لیګ د اداري او مالي ستونزو له کبله وځنډېد.

د لومړي پړاو ووسته نیوزیلینډی جیکب اورم په ۱۵ وېکټو مخکښ توپ اچوونکې (بالر) او سریلانکایی دیلشن موناویرا په ۲۱۲ منډو مخکښ توپ وهوونکې (بیټسمین) و.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …