کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د مهيندر سينګ ډهوني او چنايي يارانه به تر کومه وي؟
مهيندر سينګ دهوني

د مهيندر سينګ ډهوني او چنايي يارانه به تر کومه وي؟

د نړېوال کرکټ پرېښودو وروسته داسې اندېښنې او ګنګوسې وې چې د کرکټ نړۍ يو تر ټولو مشهوره هندى کرکټ لوبغاړى مهيندر سينګ ډهوني که د سږ کال هندوستان غوره ليګ اتلولي وګټي، نو له دغه ليګ سره به هم مخه ښه وکړي خو دې ګنګوسو کې نوى موړ را ښکاره شو.

د سږ کال په ۲۰۲۰ IPL کې چنايي سوپر کينګز لوبډلې د تاريخي بدترينه کارکردګۍ او ناکاميو دا ګنګوسې تېزې کړې چې ګواګې مهنيدر سينګ ډهوني به بيا په زيړ لباس کې ونه ليدل شي خو نوموړي دا خبرې رد کړې.

مهيندرا سينګ دهوني

ډهوني نن د خپلې وروستۍ ليګ لوبې د پيل وړاندې وويل چې په هند تجارتي ليګ کې به لوبو ته دوام ورکوي او له همدې اوسنۍ چنايي سوپر کينګز لوبډلې سره به لوبيږي.

په همدې حال کې د چنايي سوپرکينګز لوبډلې مسوولينو ويلي دي چې مونږ له مهيندر سينګ ډهوني غواړو چې تر کله وغواړي په زيړ لباس کې د دوى په ګټه لوبې وکړي خو ترڅنګ ورته دا اشاره هم ورکړې ده چې دوى د ۲۰۲۱ کال IPL سياليو وروسته کپتان بدلوي او ډهوني به د ۱۴ پړاونو وروسته له کپتانۍ ګوښه شي.

مهيندرا سينګ دهوني

د چنايي سوپر کينګز مسوولينو زياته کړې چې د ۲۰۲۱ کال IPL وروسته به مهيندر سينګ ډهوني به د کپتان په توګه نه بلکې د يوه لوبغاړي په توګه ولوبيږي.

چنايي سوپرکينګز لوبډله د ډهوني په کپتانۍ کې ريکارډ ۱۰ ځلې د IPL ليګ (پلى اف) ته رسېدلې، اته ځلې يې فاينل لوبولى او درې ځلې يې بيا اتلولۍ ګټلي دي.

مهيندرا سينګ دهوني او رويندرا جډيجا

مهيندر سينګ دغه راز سږ کال د تاريخ لومړى لوبغاړى هم شو چې د IPL لوبو غبرګه سليزه يې پوره کړه. چنايي سوپر کينګز په روان اى پي ايل کې خپله وروستۍ لوبه د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره وکړه او د ٩ ويکټو په ستر توپير يې ماتې ورکړه.

دا هم ولولئ

ملتان سلطانز لوبډلې د پي ایس ایل پایلوبې ته لار وموندله

بیګا په پي ایس ایل کې ملتان سلطانز یو ځل بیا د لاهور قلندرز لوبډلې …