کورپاڼه / جالب / هغه ودانۍ چې له یو ځایه بل ځایه ته حرکت کوي
ودانۍ

هغه ودانۍ چې له یو ځایه بل ځایه ته حرکت کوي

د چین هیواد په شنګهایي ښار کې یوه داسې ودانۍ جوړه شوې، چې ټایرونه لري او له یو ځای څخه بل ځای ته حرکت کولی شي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې د چین هیواد په شنګهایي ښار کې یو ابتدایي ښوونځی چې په ۱۹۳۵ ز کال جوړ شوی و، د ورانولو او پر ځای یې د یوې بلې ودانۍ د جوړولو پرېکړه وشوه او دوی هیله مندي ښودلې وه چې ورسره څنګ کې ۵ منزله تاریخي ودانۍ ته دې زیان ونه رسېږي.

چې د همدې کار د ترسره کولو لپاره، یوې ډلې په کار کولو پیل وکړو او ودانۍ ته یې داسې ټایرونه ولګول، تر څو له یو ځایه بل ځای ته حرکت وکړي.

ویل کېږي چې دا تاریخي ودانۍ یې له خپل ځایه ۶۲ متره لرې یوړه او ۲۱ درجې بدلون یې هم پکې راوستو. چې دې کار یې ټولې ۱۸ ورځې وخت ونیو.

یاده دې وي، چې د چین لوی دیوال د نړۍ له اوو حیرانوونکو ودانیو له ډلې هم شمېرل کېږي، چې د چین هیواد د بیجینګ ښار له مرکز څخه د شمال لوري ته په ۷۰ کیلو متریو کې جوړ شوی دی، تر څو د مغول قیبلې په دفاع کې د سپر حیثیت غوره کړي.

دا دیوال د پنځمې ز پیړۍ په دوران کې د ګڼو انسانان په لاسونو جوړ شوی دیوال دی، چې د نړۍ له لویو ودانیو څخه ګڼل کېږي. ویل کېږي چې ددې دیوال اوږدوالی ۶۴۰۰ کیلو مترو ته رسېږي او پلنوالی یې په تر ټولو لوړه برخه کې ۱۵ متره دی، چې په یو وار پنځه اسونو پرې تللی شي.

باید یاده کړم چې چین هیواد په ۱۹۵۹ز کال د انقلاب د لسم کال د لمانځلو لپاره په نهو میاشتو کې ۱۰ داسې ودانۍ جوړې کړې وې، چې د چین هیواد تر ټولو غوره ودانۍ یې ګڼلی شو.

دا هم ولولئ

آیا د مړینې پر مهال ټولې خاطرې په دماغو کې تکراریږي؟

ساینسپوهانو د مړینې پر مهال د یوه شخص دماغي فعالیتونه تر څېړنې لاندې نېولي او …