کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د زُحل پر سپوږمۍ هم د ژوند کولو لپاره مهم کیمیاوي مرکب وموندل شو
زحل

د زُحل پر سپوږمۍ هم د ژوند کولو لپاره مهم کیمیاوي مرکب وموندل شو

د امریکا ستور پیژندونکو د زُحل سیارې په تر ټولو لویه سپوږمۍ (تیتان) کې یو داسې عضوي مالیکول موندلی، چې د ژوند کولو لپاره خورا مهم دی، خو دوی وایي، چې یوازې په دې نښو، نښانو دې په تیتان کې د ژوند کولو په اړه بېړه ونه شي.

د (سایکلوپروپانیلاډین) په نوم ددې مرکب فارمولC3H2  دی، چې  DNA او RNA تشکیلوونکي مالیکول  (نیوکلیوټایډ اډې) سره ورته والی لري.

د نړيوالو رسنيو په راپورونو کې ويل شوي، چې ذکر شوې موندنې د امریکا فضایي ادارې ناسا په چیلي هیواد کې د یو لوی راډیوي ټلیسکوپ په مرسته ترسره کړي دي او په (ایسټرو فزیکل) ژورنال کې یې خپرې کړي دي.

په راپورونو کې همدا راز زياته شوې، چې د سایکلوپروپانیلاډین مالیکول له دې وړاندې هم د ستورو ترمنځ د ګازونو او پراخه دوړو کې موندل شوی و، خو دا لومړی ځل دی چې د زُحل پر سپوږمۍ یې دا مالیکول موندلی دی.

دا مالیکول ددې لپاره هم خورا د اهمیت وړ دی، چې د DNA او RNA د نیوکلیوټایډونو لومړنی او خام شکل ګڼل کېږي.

دغه راز نوموړی مالیکول په کیمیاوي تعاملاتو کې هم ډېر فعاله وي، چې د نورو مالیکولونو سره په  یو ځای کېدلو سره نوي مالیکولونو رامنځته کوي. نو په همدې سبب ویل کېږي چې په سایکلوپروپانیلاډین مالیکول کې د تغیر او بدلون له مخې نیوکلیوټایډ رامنځته شوی دی.

بل خوا ساینس پوهان خبرداری ورکوي، چې د سایکلروپروپانیلاډین موندنه ددې مانا نه لري، چې د زُحل پر سپوږمۍ دې ژوند یقیني کړي، بلکې دا د همدې موخې لپاره لومړنۍ موندنه ده.

د يادولو وړ ده چې د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ساينسپوهان له کلونو راهيسې په دې هڅه کې دي، چې نړۍ ته نږدې په نورو سيارو کې د ژوند اثار پېدا کړي.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …