کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / اى پي ايل ٥٥مه لوبه: د ډيلي او بېنګلور ترمنځ مهمه لوبه
ډيلي او بېنګلور

اى پي ايل ٥٥مه لوبه: د ډيلي او بېنګلور ترمنځ مهمه لوبه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٥مه لوبه د ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

دا لوبه د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

نننۍ لوبه نه يوازې دا چې د ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو لپاره مهمه ده، بلکې د کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو لپاره هم ډېره مهمه ده.

په دې لوبه کې چې هره لوبډله بريالۍ شي، هغه به پلى اف پړاو ته لاړه شي او هغه لوبډله چې ماتې يې وخوړه، که نېټ رن رېټ يې راکم شو، نو مخکې تګ يې له مشکل سره مخ کېږي.

بېنګلور د ١٤ نومرو سره په دويم، ډيلي د ١٤ نومرو سره په دريم او کلکته د ١٤ نومرو سره په دريم مقام کې قرار لري، همدا راز د سنرايزرز حېدراباد له ممبۍ انډينز سره وروستۍ لوبه پاتې ده، که چېرته حېدراباد ښه نېټ رن رېټ دا لوبه وګټي، نو هم د مخکې تګ چانس يې شته.

احتمالي نوملړونه:

ډيلي کاپيټلز: شيکر دهون، پريتوي شاو، شرياس اير (لوبډلمشر)، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، شيمرون هيټماير، مارکوس سټوينيس، اکشر پټيل، ار اشوين، کاګيسو رباډا، انريک نورجه او پراوين ډوبى.

رايل چېلنجرز بېنګلور: ديودت پاډيکال، جوش پيليپ (ويکټ ساتونکى)، ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، اې بي ډيويليرز، شيوام ډوبى، کريس موريس، ګور کيرت سينګ، واشينګټن سندر، نوديپ سېني، محمد سراج او يوژيندرا چاهل.

د يادولو وړ ده چې د ممبۍ انډينز لومړۍ لوبډله ده چې پلى اف پړاو ته تللې ده، همدا راز راجستان رايلز، چيناى سوپر کنګز او کنګز اليون پنجاب لوبډلې بيا له مخکې تګ څخه پاتې شوي او کورونو ته ستنېږي. همدا راز د رايل چېلنجرز بېنګلور، ډيلي کاپيټلز، کلکته نايټ رايډرز او سنرايزرز حېدراباد لوبډلو څخه به يوه لوبډله بله هم خپل کور ته ستنيږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ظاهر خان او مجيب الرحمان

بيګ باش: د مجيب الرحمان او ظاهر خان لوبډلې نن مخامخېږي

د اسټراليا د بيګ باش تجارتي ليګ دويمه لوبه نن د افغانستان په وخت ١٢:٤٥ …