کورپاڼه / بېلا بېل / د غرڅه سترګې هغه څه لېدلی شي، چې د انسان سترګې یې نه شي لېدلی
غرڅه

د غرڅه سترګې هغه څه لېدلی شي، چې د انسان سترګې یې نه شي لېدلی

ايا پوهېږئ چې غرڅه يا هغه وزه چې ښکر لري او په غرونو کې اوسېږي، دا غرڅه چې په سترګو څه ليدلى شي، هغه د انسانانو سترګې نه شي ليدلى.

غرڅه یو داسې څرېدونکی حیوان دی، چې زیاتره یې د امریکا او اروپا په دښتو او واورینو سیمو کې اوسېږي، په دې ډول حیواناتو کې داسې ځانګړنې موندل کېږي، چې په نورو تي لرونکو حیواناتو کې یې نه شو لېدلی.

هغه ځانګړنې چې غرڅه د نورو تي لرونکو حیواناتو څخه بېلوي په لاندې ډول یې بیانوو.

د انګلستان د بایو ټیکنالوژۍ او بیولوژیکي علومو د څیړنې ادارې (BBSRC) د وینا له مخې ویل کېږي، چې د واورینو سیمو غرڅه هغه  راډیو اکټیوټي وړانګې لیدلی شي، چې  د نورو حیواناتو یا انسانانو له سترګو نه شي تېرېدلی.

ددې وړانګو په لېدو سره غرڅه کولی شي، هغه څه چې په واوره کې پټ وي وویني او په همدې ترتیب ځان له ښکاره وژغوري. دغه راز د بریښنا له مزو یا لینونو او د بریښنا له نورو خطرونو څخه هم ځان ځکه ژغورلی شي، چې د بریښنا له مزو ذکر شوې وړانګې پورته کېږي.

د راډیو اکټیوټي وړانګو په لېدو غرڅه کولی شي، چې د هر موسم سره د خپلو سترګو رنګ برابر کړي.

په واورینو سیمو او تیاره شپو کې د غرڅه سترګې نیلي رنګ غوره کوي، چې پر مرسته یې په ډېره تیاره کې هم لېدل کولی شي او د وړي په ګرمو ورځو کې یې د موسم په بدلون سره د سترګو رنګ طلایي کېږي،

که څه سترګې د مختلفو وړانګو سره حساسیت لري، خو د غرڅه سترګې یې پر وړاندې په طبیعي ډول ځان برابرولی شي. یاده دې وي چې دا ډول ځانګړنې په نورو تي لرونکو حیواناتو کې نه لېدل کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …