کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د IPL په تاریخ کې داسې لومړی ځل وشول
جاس بټلر او سټيو سميت

د IPL په تاریخ کې داسې لومړی ځل وشول

د هندوستان کرکټ غوره لیګ ځکه په نړېواله کچه سترې او د خوښې سیالۍ شمېرل کیږي چې په کې د بهترینه کرکټ ترڅنګ نوي شیان ریکارډ کیږي.

د سږ کال په دیارلسم پړاو اي پي ایل سیالیو کې هم د نورو کارنامو ترڅنګ دا هم ریکارډ شول چې د ۱۲ امتیازونو سره سره راجستان رویلز لوبډله وروستی اتم مقام خپلوي.

دا ددې لیګ په تاریخ کې لومړی ځل دې چې کومه لوبډله د دومره زیاتو امتیازونو سره سره له ټولو سیالانو شاته پاتې کیږي.

راجستان رویلز هغه لوبډله ده چې د هندوستان په لومړي پړاو سترو کورنیو سوداګریزو IPL سیالیو کې یې په ۲۰۰۸ کال کې د شین وارن په کپتانۍ کې داتلولۍ جام ګټلې وو خو اوسنى برخلیک یې خواشینوونکی دی.

یادې لوبډلې چې چېرته پرون په وروستۍ څلورمه لوبه کې ددې چانس درلود تر څو د بریا په خپلولو سره د لیګ دوېم پړاو (پلی اف) ته لاره پیدا کړي خو د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په وړاندې د پرون شپې ۶۰ منډو ماتې سره ان وروستي اتم مقام ته ګوزار شوه چې ددې کرکټ لوبډلې په تاریخ کې ترټولو بدترینه کارکردګي او ښکته مقام شمېرل کیږي.

ددې وړاندې راجستان رویلز لوبډلې په لومړي پړاو کې د اتلولۍ وروسته په ۲۰۰۹ کال کې شپږم، په ۲۰۱۰ کال کې اووم، په ۲۰۱۱ کال کې شپږم، په ۲۰۱۲ کال کې اووم، په ۲۰۱۳ کال کې درېم، په ۲۰۱۴ کال کې پنځم، په ۲۰۱۵ کال کې څلورم خو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې یې د بندیز له کبله په IPL لیګ کې شتون نه درلود.

همدارنګه د دوه کلن بندیز وروسته یادې لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې څلورم او تېرکال ۲۰۱۹ کال یې بیا اووم مقام ترلاسه کړى خو سږ کال له دې هم ښکته پاتې شوه.

دا هم جالبه ده چې دواړو د راجستان ترڅنګ چنایي سوپرکینګز لوبډلې د ٢٠٠٨ کال په لومړي پړاو IPL کي لومړی او دوېم مقامونه ګټلي وو خو سږ کال بیا دواړه لوبډلې له ښکته اړخه اتم او اووم مقامونو سره رخصت شوې.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

د راشد خان د کرنټين دويمه ورځ، هغه په کرنټين کې څه کوي؟ ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې …