کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ناسا د ډېرو عجیبه غږونو پلی لیسټ خپور کړ
ناسا

ناسا د ډېرو عجیبه غږونو پلی لیسټ خپور کړ

د امريکا فضايي ادارې ناسا د ډېرو عجيبه غږونو پلى ليسټ له خلکو سره خپور کړى دى، دا غږونه داسې دي لکه کوم شي چې ماتېږي یا کوم شي چې ګړنګېږي یا داسې لکه کوم فضایي مخلوق چې شپېلي/شپېلک وهي.

ویل کېږي چې د امریکا فضایي ادارې ناسا د خپلو فضایي بېړیو په مرسته ریکارډ شوي مختلف فضایي غږونه د یو پلی لیسټ په شکل خپاره کړي دي.

په دې غږونو کې چې د مشتري د لویو وریځو او د مریخ د زلزلو د حقیقي آوازونو سربېره د چندرا ایکسری فضایي دوربین، وایجر اول فضایي بېړۍ او د پلانک په نوم د سپوږمکۍ لخوا ریکارډ شوې راډیوي څپې یې، په داسې غږونو بدلې شوي چې اورېدل کېدلی شي.

که څه دا غږونه ډاروونکي نه دي، خو عجیبه ضرور دی، چې په اورېدلو یې د کوم شي د ماتېدو، ګړنګېدو یا هم د فضایي مخلوق لخوا د شپېلي/شپېلک د وهلو، ګومان کېږي.

یاده دې وي چې د غږونو د حرکت لپاره مادي وسایل اړین دي، چې په همدې وجه د آوازونو څپې په فضا کې حرکت نه شي کولی، خو بریښنایي مقناطیسي څپې په ډېرې تېزۍ سره یعنې ۳۰۰۰۰۰ کیلو متر پر ثانیه سرعت خپل سفر کوي.

باید ووایو چې فضایي مخلوق هر هغه شي ته ویل کېږي، چې له ځمکې بهر وي یا د ځمکې د اتموسفیر سره کوم تړاو ونه لري. که څه هغه د یو ژوي په شکل وي یا د حشرې غوندې وي یا لکه انساني بدن ولري خو چې د ځمکې له اتموسفیر سره یې سر و کار نه وي، فضایي مخلوق یې ګڼل شو.

د امريکا فضايي اداره ناسا له ډېر وخت راهيسې په دې برخه کې کار کوي، تر څو د فضايي مخلوق يا په نورو سيارو کې د ژوند کوونکو مخلوقاتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

وټساپ

په وټساپ کې دوه نور بدلونونه هم راغلل

د وټساپ کاروونکو لپاره د خوشحالۍ خبر دا دى، چې په وټساپ کې تازه دوه …