کورپاڼه / هنر او کلتور / نن د هندي سينما پښتون هنرمند شاه رخ خان کليزه ده
شاه رخ خان

نن د هندي سينما پښتون هنرمند شاه رخ خان کليزه ده

د هندي سينما پښتون هنرمند شاه رخ خان، چې د هندي فلمونو يو تر ټولو مخکښ هنرمند دى، نن د نوموړي ٥٥مه کليزه ده.

شاه رخ خان که څه هم په نوي ډيلي کې زېږېدلى دى، خو د هغه پلار د پېښور و او نوموړي په يوه مرکه کې ويلي و، چې په کوچنيوالي کې له پلار سره پېښور ته تللى و او بيا پلار تورخم ته هم بيولى و، چې هلته نه يې ورته افغانستان وښود او ورته يې وويل چې دا زموږ د نيکونو وطن دى.

شاه رخ خان چې له دوه نيمو لسيزو راهيسې په هندي فلمونو کې کار کوي، د هندي سينما يو مخکښ هنرمند دى او لسګونه داسې فلمونه يې سينما ته وړاندې کړي دي، چې ډېر خلکو خوښ کړي دي.

شاه رخ خان

شاه رخ خان په ١٩٦٥ کې د نومبر په دويمه نېټه په نوي ډيلي کې زېږېدلى دى، په ١٩٨٨ کال کې يې هنري نړۍ ته مخه کړې وه، خو په ١٩٩٢ کال کې يې بيا لومړى هندى فلم نندارې ته وړاندې شوى و.

شاه رخ خان له خپل لومړي هندي فلم سره ډېر مشهور شو او هر کال يې بيا په ډېرو فلمونو کې کار کاوه، خو په وروستيو کلونو کې يې بيا په کمو فلمونو کې کار کاوه، چې په وروستى فلم يې په ٢٠١٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى دى او راتلونکى فلم يې د (پټان) په نوم دى چې په ٢٠٢١ کال کې نندارې ته وړاندې کېږي.

شاه رخ خان په ١٩٩١ کال کې له ګوري سره واده وکړ، دواړه درې اولادونه لري چې اريان خان، سهانا خان او ابرام خان نومېږي. د شاه رخ خان پلار له پېښور څخه ممبۍ ته تللى و، د هغه پلار د باچا خان د خدايي خدمتګار غورځنګ غړى هم پاتې شوى و.

نوموړى اوسمهال په متحده عربي اماراتو کې دى او هلته د اى پي ايل سيالۍ ګوري، هغه په اى پي ايل کې د کلکته نايټ رايډرز لوبډلو مالک دى.

شاه رخ خان

ويل کېږي چې هر کال د شاه رخ خان د کليزې په ورځ د هغه زرګونه مينه وال د نوموړي کور مخې ته راټولېږي، خو سږکال د کورونا له امله شاه رخ خان له خپلو مينه والو غوښتنه کړې ده، چې د هغه د کور مخې ته او بل هېڅ ځاى دې د هغه د کليزې لپاره نه راټولېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، سږکال د شاه رخ خان مينه وال په انلاين بڼه د هغه کليزه لمانځي او ويل کېږي چې په دغه انلاين غونډه کې به شاوخوا پنځه زره کسان ګډون وکړي.

شاه رخ خان د هند او نړۍ بېلا بېلو سترو پوهنتونونو پنځه اعزازي دوکتواروې هم ورکړي دي. هغه ته د هند حکومت په ګډون ډېرې سترې جايزې هم ورکړل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

سلمان خان او شاه رخ خان

شاه رخ خان د سلمان خان په فلم کې د پښتون کردار لوبوي

د هندي سينما مشهور هنرمندان شاه رخ خان او سلمان خان د يو بل په …