کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د وټساپ هغه خوبي، چې نور اپلیکیشنونه ترې بې برخې دي
وټساپ

د وټساپ هغه خوبي، چې نور اپلیکیشنونه ترې بې برخې دي

آیا ویلی شئ چې د پیغام رسونې په برخه کې د نړۍ پر مشهور اپلیکیشن وټساپ د ورځې څومره پیغامونه لېږل کېږي؟ ددې پوښتنې ځواب به اسانه نه وي، ځکه چې تر دا مهاله داسې کوم اپلیکیشن نه دی جوړ شوی چې دا کار دې تر سره کړي.

هو، وټساپ د پیغام رسونې په برخه کې نوی پړاو پیل کړی او غواړي چې د SMS دور پای ته ورسوي.

د فیسبوک بنسټ ایښودونکی مارک زکربرګ څو ورځې د مخه د شرکت په درې میاشتني راپور کې وویل، چې هره ورځ پر وټساپ تر سل میلیاردو پورې پیغامونه لېږل کېږي.

ویل کېږي، چې دا شمېرنه د تېر کال په پای او د نوي کال په پیل کې تر سره شوې وه.

که څه هم دا روښانه نه ده، چې پر فیسبوک مسينجر په ورځیني ډول څومره پیغامونه لېږل کېږي، خو یاد شرکت وایي چې فیسبوک مسينجر او وټساپ دواړه د ورځې تقریباً تر سل میلیاردو پیغامونه استوي.

بله خوا د ایپل شرکت اجراییوي برخه وایي، چې د iMessage او فیسبوک مسينجر د پیغام رسونې په برخه کې ریکارډ جوړولو ته نږدې دی، خو دا یې نه دي ویلي، چې په ورځیني ډول څومره پیغامونه استوي.

خو کله چې پر وټساپ د پیغامونو د استولو شمېر معلوم شو، نو د ایپل د iMessage او د چین (وي چېټ) چې له یو میلیارد زیات کاروونکي لري، شاته پرېښودل.

دغه راز په ۲۰۱۴ ز کال د وټساپ اجراییوي مشر یوې غونډې ته ویلي ول، چې پر وټساپ د ورځې پنځوس میلیارده پیغامونه استول کېږي. چې هغه وخت یې د کاروونکو شمېر ۵۰۰ میلونه او اوس مهال تر ۲ میلیاردونو اوړي.

د وټساپ اوسنی ريیس وایي، چې سږنی کال یې زیاته تکیه د اړیکو او سوداګرۍ په برخه کې پر پیغام رسونې کړې ده. نوموړی زیاتوي، موږ ویاړو چې وټساپ دې مرحلې ته رسېدلی او د ورځې په سلګونه میلیارده پیغامونه استوي، دغه راز هیله مندي یې ښودلې چې نور پرمختګ به هم کوي.

یاده دې وي چې وټساپ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۹ ز کال معرفي او په ۲۰۱۴ ز کال د فیسبوک شرکت لخوا د ۱۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت وپېرل شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۱۶ ز کال د فبرورۍ په میاشت د وټساپ د کاروونکو شمېر تر یو میلیارد او په ۲۰۱۷ ز کال د جولایۍ په میاشت کې یو میلیارد کاروونکو په پیغام استول پیل وکړ.

کله چې د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په میاشت کې د وټساپ د کاروونکو سر شمېرنه ترسره شوه، نو تر دوو میلیاردو کاروونکي یې درلودل، چې په نږدې راتلوونکي کې به له فیسبوک مخکې شي.

چې فیسبوک له وړاندې په ۲۰۱۷ ز کال د خپلو کاروونکو شمېر تر دوه نیمو میلیاردو او یوټیوب بیا په ۲۰۱۹ ز کال دا شمېر پوره کړی و.

Loading...

دا هم ولولئ

پيشو ٢

د اپلیکیشن په وسیله د پیشو په غږ پوهېدل ممکن شول

د حیواناتو په ژبه د پوهېدلو هڅې له کلونو کلونو څخه رواني دي، چې دوی …