کورپاڼه / خبرونه / افغانستان د لومړي ځل لپاره  په يوه ستر درې اړخيزه سيريز کې لوبيږي
افغانستان، ويسټ انډيز او اسټراليا

افغانستان د لومړي ځل لپاره  په يوه ستر درې اړخيزه سيريز کې لوبيږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سږ کال بشپړ ارام وروسته راتلونکى ۲۰۲۱ کال د کرکټ نړېوالې شورا سره په FTP کې زياتې نړېوالې سيالۍ لري چې په کې د يو درې اړخيزه سيريز د اضافه کېدو خبر ورکړل شوى.

د ورکړل شويو معلوملتو له مخې، راتلونکې کال به افغان کرکټ ملي لوبډله په يوه نوي او مهم درې اړخيزه کرکټ سيريز کې له اسټراليا او ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلو سره لوبې وکړي.

د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د درې واړو هېوادونو ترمنځ دغه درې اړخيزه کرکټ سيريز به شل اوريزه وي او  د ۲۰۲۱ کال شل اوريزه کرکټ نړېوال جام وړاندې به په هندوستان کې ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې ۷م پړاو شل اوريزه کرکټ نړېوال جام سيالۍ به د راتلونکي ۲۰۲۱ کال په نومبر مياشت کې د هندوستان په کوربتوب ترسره شي.

افغان کرکټ ملي لوبډله به د کرکټ نړېوالې شورا له خوا د ۲۰۱۸ کال اعلان شوې FTP له مخې، له ايرلينډ، زمبابوې، هند، سريلانکا، پاکستان او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو سره په خپل کوربتوب هند کې او له هند نه بهر د نورو هېوادونو په کوربتوب شل اوريزه، پنځوس اوريزه او ټيسټ سيالۍ ترسره کړي.

د يادونې وړ ده چې راتلونکې کال ټولې پلان شوې پنځوس اوريزه نړېوالې سيالۍ ۲۰۲۳ کال پنځوس اوريزه نړېوال جام ته د لارې موندنې هدف لري.

د نورو ډېرو ناکاميو ترڅنګ د ميليون جام په اړه د کرکټ بورډ او په ځانګړې توګه د چيرمين فرهان يوسفزي څرګندونو او اقداماتو ته په کتو نه ښکاري چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي په مشرۍ اوسنۍ اداره دې د لوبو ډک د راتلونکې مصروفه کال د پلانولو او چلولو وس ولري او له همدې کبله په کار ده چې دې ادارې ته بل وړ چيرمين او اجراييوي مشر معرفي شي.

Loading...

دا هم ولولئ

فخر زمان

فخر زمان کرنټين او د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو بهر شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان د نيوزيلېنډ پر وړاندې له سياليو …