کورپاڼه / روغتيا / چارمغز د روغتیا لپاره خورا ګټور ګڼل کیږي
چارمغز

چارمغز د روغتیا لپاره خورا ګټور ګڼل کیږي

روغتیایي کارپوهانو چارمغز د انسان بدن او روغتیا ته خورا ګټور وبلل.

د راپورونو له مخې، روغتیایي کارپوهان وایي، چې په چارمغزو کې موجود پروټینونه، ویټامینونه او مینرالونه یا معدني مواد، نه یوازې په بدن کې د کلیسټرول کچه ټیټوي،  بلکې د وینې فشار او د زړه د ناروغیو په مخنیوي کې هم اغیزمن ثابت شوي دي.

د روغتیايي کارپوهانو پر وینا، د چارمغزو کارول دماغي روغتیا ته وده ورکوي، د زړه د ناروغيو مخنیوی کوي او د شکر د ناروغۍ له خطره څخه مو ژغوري. دغه راز د ویښتانو، پوستکي او نوکانو لپاره هم ډېر ګټور ګڼل کېږي.

په ورځ کې د پنځه دانو چارمغزو په خوړلو سره  بدن ته مغزي مواد او ویټامینونه چمتو کېږي او د همدې ویټامینونو له لارې کولی شئ د تازه والي او ښې روغتیا احساس وکړئ.

چارمغز کولی شي د فشار په کمولو کې هم مرسته وکړي، ځکه چې چارمغز په خپل جوړښت انټي اکسایډونه لري او بدن دې ته چمتو کوي چې د بېلابېلو ناروغیو لکه د زړه ناروغۍ سره مبارزه وکړي. سربیره پر دې په چارمغزو کې د فشار د کمولو لپاره د (اومیگا 3 فیټي) په نوم اسیدونه هم شامل دي.

په اومیګا 3 فیټي اسیدونو او ویټامین ای بډایه چارمغز د ویښتانو په نمجن ساتلو کې هم مرسته کوي، دغه راز په چارمغزو کې په ډیره اندازه (کاپُر) هم شتون لري، چې د پوستکي او ویښتانو طبیعي رنګ ساتي، خو که چېرته د انسان په بدن کې دا منرل شتون ونه لري، د ویښتانو له وخته مخکې د سپیندو سبب ګرځي.

روغتیا پوهان وایي، که چارمغزو په مناسبه اندازه وکارول شي، نو ډېر ګټور ثابتېدلی شي.

چارمغزو په بېلابېلو خوړو کې هم استعمالېږي، چې ځینې مشهور یې، کیک، ډوډۍ، حلوا او بیسکیټ دي.

دغه راز چارمغر د امیندوارو مېرمنو لپاره هم ډېر ګټور ګڼل کېږي. هغه مېرمنې چې چارمغز کاروي په ځانګړې توګه هغه چې امیندوارې وي، د فشار کچه یې ټیټه او د ماشوم په دماغي برخه او سترګو یې مثبت تاثیر ښېندلی شي.

بله خوا چارمغز د ستوني درد، ځواني دانو /ځوانکو او د سالنډۍ سربېره، د ګوزڼ له ناروغیو څخه په مخینوي او د معدې د غوړو په کمولو کې هم مهم رول لرلی شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د مڼې پوستکي

د مڼې د پوستکي حیرانوونکې ګټې

د انګلیسي ژبې یو مشهور متل دی، چې هره ورځ یوه مڼه خوړل مو ډاکتر …