کورپاڼه / خبرونه / د نوي CEO معرفي کېدل ولې ځنډېدلي دي؟
رحمت الله قريشي

د نوي CEO معرفي کېدل ولې ځنډېدلي دي؟

د افغانستان کرکټ بورډ لپاره د نوي اجرايیوي مشر د اعلانېدو او معرفي کېدو خبره د بسوګۍ له واده کمه نه ده.

څرنګه چې د کرکټ بورډ لپاره د نوي CEO ټاکلو پروسه ګونګه او غیرشفافه وه همغسې یې اوس په کرکټ بورډ کې د نوموړي د ستر ماتېدو خبره هم لا نامعلوم برخلیک سره مخ ده.

خو د خپلواک ویبپاڼې سرچېنې وایي، چې کرکټ بورډ ته نوی اجرائیوي مشر رحمت الله قریشي ټاکل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې، د کرکټ بورډ عمومي مشر چیرمین فرهان یوسفزي د ښاغلي قریشي اعلانول او کرکټ بورډ کې د نوموړي معرفي کېدو مراسم ځنډولي دي ځکه نوموړی غواړي دا کار افغانستان ته په راستنېدو په خپله وکړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ چیرمین فرهان یوسفزی د څوو میاشتو راهیسې په انګلستان کې دی او له همغه ځايه چارې سمبالوي.

په همدې حال کې د کرکټ بورډ څخه هم خبرونه را روان دي چې نوی اجرايیوي مشر رحمت الله قریشي دی چې نېږدې ورځو کې به د کرکټ بورډ کارکوونکو ته ور معرفي شي او خپلې چارې به پیل کړي.

د یادونې وړ ده چې رحمت الله قریشي د څوو کلونو راهیسي د کرکټ بورډ مشرۍ لپاره هڅې پیل کړې وې چې ان په ارګ کې یې ولسمشر اشرف غني ته ازموینه هم ورکړې وه خو هغه مهال بیا عاطف مشعل چیرمین وټاکل شو.

که څه هم رحمت الله قریشي د افغانستان کرکټ په اړه په کارپوه کس ګڼل کیږي خو په سر یې د کرکټ بورډ د اوسني نوي غړي روح الله خانزاده، د اداره امور لوړپوړي چارواکي جیلاني پوپل او ان د بهرنیو چارو د پخواني سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي سیورى هم دې چې دا ټول د کندهار د شورا غړیتوب لري.

خو خپلواک وېبپاڼې ته سرچینو ویلي دي چې له نوي ګمارل شوي CEO څخه ژمنه اخیستل شوې چې په تخنیکي چارو کې به کار نه لري او یواځې به د کرکټ بورډ په اداري او مالي چارو کې واک لري چې د نوموړي کاري دوره له ستونزو سره مخ کولی شي.

د یادونې وړ ده چې رحمت الله قریشي د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت سلاکار او دغه راز د ولسي تړون د پروګرام مشر وو چې ویل کیږي چې روانه اونۍ یې هلته له دندې استعفا ورکړې او له خپلو کارکوونکو سره یې مخه ښه کړې او ژر به کرکټ بورډ کې دنده پیل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

نوين الحق او شاهد اپريدى

“درناوى وکړه، درناوى به دې وشي” نوين الحق پاکستاني شاهد اپريدي ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي نوين الحق يو ځل بيا پاکستاني لوبغاړي …