کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د IPL پلې اف پاتې درې خالي ځایونه لاهم اګرمکر کې دي
ويراټ کوهلي، ډيويډ وارنر، شرياس اير او دينيش کارتيک

د IPL پلې اف پاتې درې خالي ځایونه لاهم اګرمکر کې دي

دا د هندوستان کرکټ غوره لیګ په تاریخ کې لومړی ځل دې چې ان د نېږدې دوه میاشتو او د ټولټال ۵۶ لیګ لوبو څخه د ۵۴ لوبو ترسره کېدو سره سره بیا هم یواځې د یوې لوبډلې ځای په دوېم پړاو کې کره شوی وي، خو لاهم معلومه نه ده چې کومه لوبډله به دوېم، درېم او څلورم مقام ترلاسه کړي.

نن د لیګ لوبو ۵۵مه لوبه د رویلزچیلینجرز بنګلور او ډهلي کپیټلز لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي

اوسمهال درېم مقام لرونکې ډهلي کپیټلز لوبډله نن ماښام په ابوظبي شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې له دوېم مقام لرونکې رویلزچیلینجرز بنګلور لوبډلې سره سیالۍ کوي.

دغه راز د لیګ په وروستۍ او ۵۶مه سیالۍ کې به سبا شپه دوېم پړاو رسیدلې ممبۍ انډینز لوبډله له سن رایزرز حیدراباد لوبډلې سره په شارجه کرکټ نړېوال لوبغالي کې د لوبې ډګر ته ښکته شي.

اوس نو د ممبۍ پرته د پاتو څلور لوبډلو لپاره (پلی اف) ته درسېدو په موخه پنځه سینیاریو شتون لري.

لومړۍ سیناریو داده چې ډهلي لوبه نن په ۵۵مه لوبه کې بنګلور لوبډلې ته ماتې ورکړي او سبا په وروستۍ لیګ لوبه کې ممبۍ لوبډله د حیدراباد په وړاندې لوبه ګټي

په دې صورت کې چې سن رایزرز حیدراباد لوبډله د ممبۍ انډینز لوبډلې په وړاندې ماتې خوري نو له ټورنامنټ بهر کیږي او که د بنګلور او ډهلي دلوبې پایله هرڅه راوځي نو دواړه لوبډلې به د کلکتې سره یوځای په دولس دولس دولس امتیازونه شي او دویم پړاو(پلی اف) ته لاره پیدا کړي خو داچې کوم مقام خپلوي د هغې برخلیک به نن د بنګلور او ډهلي په لوبې سره معلوم شي.

دوېمه سیناریو داده چې بنګلور لوبډله نن په ۵۵مه لوبه کې ډهلي ته ماتې ورکړي او ممبۍ سبا حیدراباد لوبډله له مخې پورته کړي

په دې صورت کې که ننۍ لومړۍ سیالۍ کې بنګلور لوبډله ډهلي ته ماتې وکوي او حیدراباد سبا ماته خوري نو ډهلي او کلکته به (نیټ رن ریټ) ته په کتو د دریم او څلورم مقام په خپلولو سره (پلی اف) ته لاره پیدا کړي او د راجستان،چنایی او پنجاب وروسته به داوسنۍ څلورم مقام لرونکي سن رایزرزحیدراباد لوبډلې سفر هم په روان لیګ کې پای ته ورسیږي.

درېمه سیناریو داده چې بنګلور لوبډله ۱۶۰ منډې وکړي او لوبه په ۱۹ یا زیاتو منډو وګټي، او یا د ۱۶۱ منډو هدف په ۱۷ اشاریه ۵ اورونو کې پوره کوي او سبا ۵۶مه لوبه کې حیدراباد لوبډله ممبۍ ته ماتې ورکړي

په دې صورت کې چې بنګلور لوبډله ننۍ سیالۍ کې د ډهلي په وړاندې ۱۶۰ منډې کوي او بیا کم ترکمه په ۱۹ منډو لوبه ګټي او یا هم که دوېمه توپ وهنه کوي او د ۱۶۱ منډو هدف په ۱۷ اشاریه ۵ اوورنو کې پوره کوي او د سبا ورځې په سیالۍ کې سن رایزرز حیدراباد لوبډله ممبۍ ته ماتې ورکړي نو په دې سره به د حیدراباد لوبډلې (نیټ رن ریټ) هم اوچت شي او درېم مقام او (پلی اف) ته به ورسیږي او د ډهلي لوبډله به دکم (نیټ رن ریټ) له کبله پنځم مقام ته ګوزار او له ټورنامنټ بهر شي او کلکته به څلورم مقام ونیسي.

څلورمه سیناریو داده چې ډهلي لوبډله نن ۱۶۰ منډې وکړي او کم ترکمه په ۲۲ منډو بنګلور ته ماتې ورکړي او یا د ۱۶۱ منډو هدف په ۱۷ اشاریه ۲ اورونو کې ترلاسه کړي او سبا په ۵۶مه لوبه کې حیدراباد لوبډله ممبۍ ته ماتې ورکړي

په دې صورت کې چې ډهلي نن بنګلور ته په ۲۲ یا زیاتو منډو ماتې ورکړي او یا هدف په ۱۷ اشاریه ۲ اورونو کې پوره کړي نو د ممبۍ وورسته به دوېم مقام ترلاسه کړي او په دې سره به د بنګلور(نیټ رن ریټ) ان له کلکتې هم کم شي. دغه راز که د سبا ورځې لوبه کې حیدراباد لوبډله ممبۍ لوبډلې ته ماتې ورکړي نو درېم مقام به ترلاسه کړي او بنګلور لوبډله به پنځم مقام سره له ټورنامنټ بهر شي.

پنځمه سیناریو داده چې ډهلي ۱۶۰ منډې وکړي او بیا کم ترکمه په ۲۱ یا لدې په کمو منډو بریا خپله کړي او یا د ۱۶۱ منډو هدف په ۱۷ اشاریه ۳ یا په زیاتو اورونو کې ترلاسه کړي او هم حیداباد لوبډله ممبۍ ته ماتې وکړي

په دې صورت کې ډهلي لومړۍ توپ وهنه کې ۱۶۰ منډې وکړي او بیا په ۲۱ یا کمو منډو بریا خپله کړي او یا د ۱۶۱ منډو هدف د بنګلور په وړاندې په ۱۷ اشاریه ۳ یا زیاتو اورونو کې ترلاسه کړي نو ډهلي به ۱۶ امتیازونه ولري او دوېم مقام به خپل کړي او دا قسم ماتې سره سره به بنګلور لوبډله له کلکتې څخه ښه (نیټ رن ریټ) ولري او (پلی اف) ته به ورسیږي چې ترڅنګ به یې د حیدراباد په سبا بریا سره کلکته پنځمه لوبډله شي او له ټورنامنټ به بهر شي.

شپږمه او وروستۍ سیناریو داده چې نن بنګلور لوبډله ۱۶۰ منډې کوي بیا په ۱۸ یا له دې په کمو منډو ډهلي ته ماتې ورکوي او یا د ۱۶۱ منډو هدف په ۱۸ یا لدې په زیاتو اورونو کې ترلاسه کوي او ترڅنګ یې سبا حیدراباد لوبډله ممبۍ ته ماتې ورکوي

په دې صورت کې چې نن بنګلور لوبډله ۱۶۰ منډې کوي بیا په ۱۸ یا له دې په کمو منډو ډهلي ته ماتې ورکوي او یا د ۱۶۱ منډو هدف په ۱۸ یا لدې په زیاتو اورونو کې ترلاسه کوي نو په ۱۶ امتیازونو سره له ممبۍ وروسته دوېم مقام خپلوي او د بنګلور پداسې یا کم توپیر بریا سره به د ډهلي لوبډلې (نیټ رن یټ) له کلکتې لوړ وي او (پلی اف) ته به لاره پیدا کړي خو د حیدراباد په بریا سره به ډهلي په څلورم او حیدراباد د ښه (نیټ رن ریټ) په برکت درېم مقام ترلاسه کړي او کلکته به د پنځمې لوبډلې په توګه له ټورنامنټ بهر شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان په اسټراليا کې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان تېره ورځ اسټراليا ته …