کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د مهيندر سینګ ډهوني لاسلیک شوي کمیسونه چاته ورسېدل؟
مهيندرا سينګ دهوني

د مهيندر سینګ ډهوني لاسلیک شوي کمیسونه چاته ورسېدل؟

که څه هم چنایی سوپرکینګز لوبډلې چې څرنګه غوښتل هغسې یې د سږ کال دیارلسم پړاو IPL سیالۍ پای ته ونشوې رسولې او مینه وال یې خواشینې کړل خو د مینه والو ترڅنګ ان د کرکټ نړۍ د مشهوره لوبغاړو په منځ کې د یادې لوبډلې د کپتان مهندر سینګ ډهوني مینه او احترام کم نشو.

د کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې په وړاندې د وروستۍ بریا وړاندې او وروسته لوبغالي او له لوبغالي بهر مهندر سینګ خپل لاسلیک شوي د لوبو کمیسونه چې په کې نوموړې لوبیدلی وو په یو شمېر لوبغاړو وویشل.

په دغه ډله کې د انګلستانۍ کرکټ ملي لوبډلې مشهوره ویکټ ساتوونکی توپ وهوونکی (بیټسمین) جوزبټلر هم شامل وو چې د مهندر سینګ لخوا اغوستل شوی او لاسلیک شوی کمیس یې ترلاسه کړ.

دغه راز ویل کیږي چې له نوموړي څخه د خپلې لوبډلې چنایی سوپرکینګز لوبغاړو ال راونډر روینډرا جډیجا او برید کوونکي توپ وهوونکي ال راونډر هارډیک پانډیا هم لاسلیک شوي کمیسونه ترلاسه کړي دي.

خپله د کینګزایلیون پنجاب لوبډلې په وړاندې د بریا وروسته چې یاده لوبډلې یې هم له ځان سره ډوبه او له ټورنامنټ بهر کړه مهندر سینګ ډهوني د همدې پوښتنې په جواب کې چې چاته یې خپل لاسلیک شوي کمیسونه ډالۍ کړل وویل چې، ښایي دغو لوبغاړو دا فکر کاوه چې زه نور د نړېوال کرکټ وروسته له IPL څخه هم ګوښه کېږم او له همدې کبله یې زما لاسلیک شوي کمیسونه وغوښتل خو داسې نه ده.

د نوموړي په خبره چې IPL کي به لوبو ته دوام ورکوک ځکه د ۲۰۲۱ کال څولسم پړاو لیګ ته یواځې د ګوتو په شمار میاشتې پاتې دي.

د یادونې وړ ده چې د سږ کال هندوستان کرکټ غوره لیګ سیالۍ د کرونا وبا د خپرېدو ویرې له کبله د نندارچیانو پرته د عربي اماراتو په درې لوبغالو شارجه، ابوظبي او دوبۍ کې پیل شو چې په کې ددی لیګ په تاریخ کې لومړې ځل وو چې د مهندرسینګ ډهوني لوبډله په اووم مقام کې رخصت شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

ظاهر خان

ظاهر خان: هيله مند يم چې افغانان به د ميلبورن سټارز لوبډلې ملاتړ وکړي + ويډيو

د افغانستان کم عمره چينامېن توپ اچونکى ظاهر خان پکتين چې د بيګ باش راتلونکو …