کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ نوى اجراييه رييس: موخه مو د افغان کرکټ پياوړتيا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي
رحمت الله قريشي ١

د کرکټ بورډ نوى اجراييه رييس: موخه مو د افغان کرکټ پياوړتيا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي

د افغانستان کرکټ بورډ رحمت الله قريشي د نوي اجراييه رييس په توګه اعلان کړ، چې نن د کرکټ بورډ کارمندانو ته د سرپرست اجراييوي رييس له لوري معرفي شو.

د کرکټ بورډ له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې نوي اجراييه رييس د معرفي پر مهال وويل، چې موخه يې د افغان کرکټ پياوړتيا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي.

کرکټ بورډ وايي، چې رحمت الله قريشي يو مجرب مدير دى چې له بېلا بېلو ملي او څو مليتي ادارو سره يې شاوخوا ٢٣ کاله کار کړى دى. دوى وايي، چې نوموړي له نړيوال بانک، ملګرو ملتونو، د ځوانانو د پرمختګ، د څار او ارزونې او د پروژو د مديريت په ډګرونو کې دندې ترسره کړي دي.

رحمت الله قريشي وايي: ((زموږ یوازېنۍ موخه افغان کرکټ ته لا ډېره پیاوړتیا او هېوادوالو ته خوښي ورکول دي، ځکه کرکټ په هېواد کې یوازېنۍ هغه لوبه ده چې د خلکو ورته سترګې دي او انشاءالله د غوره پالیسیو او اهدافو په پایله کې به کرکټ یو ځل بیا د مینې او خوښۍ پر لوبې بدلوو.))

رحمت الله قريشي د عامه ادارې او عمومي مديريت په برخو کې دوه ماسټرۍ ترلاسه کړې دي، چې په امريکا او اروپا کې يې په بېلا بېلو علمي کورسونو کې ګډون هم کړى دى.

د يادولو وړ ده چې خپلواک وېبپاڼې څو ورځې وړاندې د رحمت الله قريشي د کرکټ بورډ د نوي اجراييوي رييس د مقررېدو په اړه خبر خپور کړى و.

زموږ د معلوماتو له مخې، رحمت الله قريشي څو ورځې وړاندې اجراييوي رييس ټاکل شوى و، خو د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى له هېواده بهر دى او غوښتل يې چې کله هېواد ته راستون شي، نو هغه به ادارې ته وروپېژني، خو اوس يې نوموړى په عاجل ډول خپلې دندې ته معرفي کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

بابر اعظم

پر بابر اعظم تورونه لګوونکې ښځه محکمې ته لاړه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم باندې چې کومې ښځې تورونه لګولي دي، …