کورپاڼه / بېلا بېل / حیوانات خپل مشر څنګه ټاکي؟

حیوانات خپل مشر څنګه ټاکي؟

انسانانو د خپل پرمختګ او بقا لپاره له یو بل سره مرسته کول زده کړي، خو مرسته کول پرته له کوم ټولنیز تړونه ناممکن ده. ارسطو وایي، ددې لپاره چې ټولنیز نظم را منځته شي، یو سیستم ته اړتیا لېدل کېږي. دا خبرې خو انسانانو په اړه وې، راځئ وګورو چې حیوانات خپل سیستم څنګه چلوي؟

موږ هره ورځ اورو چې د ځنګل پاچا زمری دی، که خبره سمه وي نو پوښتنه دا پیدا کېږي چې دی څنګه خپل سیستم برابروي؟ کوم اصول لري او که هر یو یې په خپله خوښه ژوند کوي؟ که چېرې یې سیستم اصول نه لري نو څنګه د ځنګل پاچا شو؟ په څنګل کې خو بې شمېره زمریان وي، د دوی ترمنځ شخړه نه رامنځته کېږي؟ آیا دوی د یو بل مشري مني او که په جنګ، جګړو وخت تېروي؟ ددې سربېره په څنګل کې خو ګڼ شمېر الوتونکي اور نور حیوانات هم ژوند کوي، هغوی څنګه خپل مشر ټاکي؟ د دې ټولو پوښتنو د ځواب لپاره (نیشنل جیوګرافۍ) ته مخ اړوو.

اول راځو دې ته چې شادیان خپل مشر څنګه ټاکي؟ ویل کېږي چې شادیان خپل مشر د ځواک او قوت په لرلو ټاکي. یعنې دوی هر هغه ډله چې ډېر ځواک ولري په مشرۍ غوره کوي. د مثال په ډول دوی د مشرۍ لپاره له یو بل سره مسابقې کوي، هر چا چې وګټله، مشري هم ور تر غاړې کېږي. د شادیان مشر باید د پام وړ او ډېر مهارتونه ولري، دوی د سیستم چلولو لپاره یو له بل سره ګډ کار کوي او خوراکي توکي په منظم ډول یو پر بل ویشي، خو دوی نه شي کولی چې په خپله خوښه د ژوند ملګری غوره کړي، بلکې دا پرېکړه یې مشر کوي.

د شاتو مچۍ هم خپلې پرېکړې د ځواک په مرسته ترسره کوي. لومړی کارکوونکی مچۍ د ښځینه مچیو ښه خدمت کوي، خواړه ورکوي او بیا دوی په خپلو کې جګړه کوي، کومه چې ژوندۍ پاتې شي هماغه یې مالکه ټاکل کېږي. بیا دوی په شریکه پرېکړه کوي چې په کوم ځای کې ژوند وکړي.

اوس راځو دې ته چې زمری څنګه د ځنګل پاچا ټاکل کېږي؟ ځینې ​​پوهان وايي، چې زمریان مشر، کشر نه لري، خو ځینې بیا په دې اند دي، که په یوه رمه کې مشر وي، نو په زمریانو کې هم نر زمری د نورو د مشر په توګه ټاکل کېږي. د یو شمېر څېړونکو پر وینا زمریان له ۱۳ څخه نېولې تر ۳۰ پورې ګډ ژوند کوي، چې مور، پلار، بچی ټول پکې شامل وي. دوی تل یو ځای نه وي بلکې هر یو یې په خپل ښکار پسې ووځې.

پړانګان عموماً مېراثي پاچاهي لري، چې له یوې ښځینه څخه بلې ښځینه ته انتقالېږي. دوی تجربې ته ډېر ارزښت ورکوي، دغه راز جنس هم په پام کې نیسي او د ډېر عمر لرونکي مالکه ټاکي. ځینې د زور په مرسته هم مشري کوي. د پړانګانو ډله عموماً تر ۳۰ یا هم له دې زیات غړي لري.

(سټکل بیک) نومي کبان، چې اغزنه ملا لري. عموماً ډېر وېرونکي ښکاري خو دوی د مشر د ټاکلو ډېر ساده سیستم لري. ویل کېږي، چې سټکل بیک کبان حسن پرست وي، دوی خپل مشر د ښکلا په پام کې نېولو سره نیسي او بدرنګه کب هیڅکله د خپل رهبر په توګه نه ټاکي.

د امریکا کیلیفورنیا ایالات د حیواناتو د ژوند د مطالعې اړوند ادارې د وینا له مخې وایي، چې زیاتره حیوانات ښځینه حیوانات خپل مشران ټاکي، خو بله خوا تي لرونکي حیوانات خپل مشر د پوهې او تجربې پر اساس غوره کوي.

فیلان هم خپل مشر په ښځینه و کې ټاکي. د کینیا هیواد په ځنګلونو کې د څېړنو له مخې ثابته شوه، چې زړې ۶۰ کلنې ښځینه فیلانې خپلې تجربې وړو فیلانو سره شریکوي او داسې ځای ته یې بیایي چې هلته په پوره اندازه خواړه وي او له خطرونو څخه وژغورل شي.

نهنګان هم د مشرتوب او رهبرۍ سیستم لري، دوی ته کورنی ژوند خوند ورکوي. ویل کېږي چې نهنګ له ۵۰ کلنۍ وروسته بچي نه زېږوي. په دې عمر کې په دوی کې د مشرۍ صلاحیت پیدا کېږي او له نورو نهنګانو سره د ښکار په کولو کې مرسته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د سهار پاڅېدلو ګټې

سهار وختي له خوبه د پورته کېدلو ګټې

وایي چې وختي وېده شه، وختي پاڅه او صحت من، شتمن او عقل من ژوند …