کورپاڼه / بېلا بېل / ارواپوهانو د مننې کولو ښه او اسانه طریقه وښودله
مينه

ارواپوهانو د مننې کولو ښه او اسانه طریقه وښودله

که غواړئ چې د میرمنې زړه مو لاسته راوړئ، نو په عملي ډول ترې مننه وکړئ.

که څه هم په ورځني ژوند کې د خپلې میرمنې څخه مننه کوو او د هغې شکریه ادا کوو، خو اوس ارواپوهانو د مننې کولو نوې او اسانه لار ښودلې ده.

ارواپوهان وایي چې تاسې د خپلې مېرمنې څخه د مننې کولو پر وخت خپلو الفاظو ته پراختیا ورکړئ، چې په دې سره به ستاسې مېرمنه نوره هم خوشحالي شي، یعنې که مېرمنې مو درسره په کوم کار کې مرسته کړې وه، مثلاً جامې یې درته تیارې کړې وې، داسې ترې مننه وکړئ. نن ورځ که مې نا وخته کړی وای او دفتر ته په ځنډ تللی وای، شاید ډېرې ستونزې راته پیدا شوې وای، دا ښه شوه چې تا راته جامې زر تیارې کړې. مننه

پورتنۍ جملې ستاسو د مېرمنې د قربانۍ او بې غرضه مینې کردار بیانوي. د ارواپوهانو پر وینا دا ډول جملې ډېرې اغیزمنې وي، چې ستاسو پر مېرمنې مثبت تاثیر غورځولی شي، خو که تاسو داسې جمله ورته ووایئ، تاسې زما د جامو په تیارولو په زحمت شوئ، نو دومره تاثیر نه شي لرلي، لکه په اول مثال کې چې کوم زور دی. نو کوښښ وکړئ چې د خپلې مېرمنې څخه په همداسې جملو مننه وکړئ.

دا څیړنې د مینې او محبت د اړیکو په اړه له پخوانیو مطالعو څخه ثابتې شوې. ځکه چې زموږ د انسانانو ارتقاء قبیلوي بڼه لري، یو بل ته اړتیا لرو او ګټې مو شریکې دي. که چېرته زموږ د مننې کلمې اغیزمنې وي، نو همدا کلمې زموږ اړیکې داسې پیاوړي کولی شي، لکه کوم بوټي ته چې سره او اوبه قوت ور بخښي.

اوس وخت د یوې سروې له مخې، چې پر ۱۱۱ جوړو، چې عمرونه یې د ۲۷ کلونو په شاوخوا او د واده یې څلور نیم کاله تېر شوي و، ترسره شوې دي. ځینې پوښتنې ترې کړې وې  او د څو دقیقو لپاره پر خپلو موضوعاتو یې د خبرو کولو موقع ورکړه. وروسته له خبرو یې د دوی ویډیوګانې د دوی مېرمنو ته وښودلې او ورته وویل شول چې تاسې په دې جملو کې هغه جملې انتخاب کړئ، چې ډېرې اغېزمنې وي.

په دې ډول دوی روښانه کړه، په هغه جملو کې چې د مېرمنې د قربانۍ او د کار په یادولو سره ترې مننه کېږي، خورا اغېزمنې وي.

Loading...

دا هم ولولئ

د يمن واده

ايا د يمن حکومت په نارينه و ٢ ودونه کول جبري کړل؟ حقيقت څه دى؟

په ځينو هېوادونو کې چاته يوه ښځه نه رسېږي او نارينه يې بې واده ګرځي، …