کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / داسې موټر چې په دریو دقیقو کې په هوایي يا الوتونکي موټر بدلېږي
موټر

داسې موټر چې په دریو دقیقو کې په هوایي يا الوتونکي موټر بدلېږي

یو سلواکیایي شرکت د هوایي موټر پنځمه ازموینه هم ترسره کړه.

یوازې په دریو دقیقو کې یو سپورټي موټر، دوه سیټه الوتکې ته واړول شو. دا موټر د (کلین ویژن) نومي شرکت لخوا جوړ شوی او د ازمایلو لپاره یې پنځمه عملي تجربه هم وکړه.

دا موټر چې د air car په نوم سره یادېږي، د الوتنې پر وخت یې مخکېنۍ برخه اوږدېږي، دواړه غاړې یا څنګونه یې سیده کېږي او په دریو دقیقو کې دا دوه کسي هوایي موټر الوتنې ته اماده کېږي.

د سلواکیایي شرکت کلین ویژن پر وینا ویل کېږي، چې تر دې دمه یې له (پایسټني) هوايي ډګر څخه دوه پروازه تر سره کړي دي، چې لوړوالی یې تر ۱۵۰۰ فوټه پورې رسېده او په همدې توګه دوی تجارتي ازموینو او تیاریو ته نږدې شوي دي.

د ذکر شوي موټر جوړونکی وایي، چې موټر ته یې خپله پرواز ورکړی او دوه ځلې یې پورته کړې او کېنولې ده.

عموماً موټر د وزن له مخې دروند او الوتکه سپکه وي، چې په همدې علت موټر پرواز نه شي کولی. خو دا موټر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه وزن لري، چې تر ۱۹۹ کیلو ګرامو پورې اضافه وزن هم وړلی شي.

د BMW د 1.6 انجن سره، دا موټر یوازې ۹۸۵ فوټه پر ځمکه حرکت ته اړتیا لري او په ساعت کې ۱۲۴ کیلو متره فاصله وهلی شي.  پخوانی سانیسپوه ډاکټر بوینکو په دې اړه وایي، چې د موټر غاړې یا څنګونه په وزرو بدلېدل رښتیا هم ډېر لوی ایجاد دی.

په ویډیو کې لېدل کېږي، چې دا هوایي موټر په ډېره ښه توګه پرواز کوي. دغه راز ویل کېږي چې په نږدې راتلوونکي کې به په ذکر شوو موټر کې ډېر پیاوړي ماشین ولګول شي.

که څه هم دا موټر تر ۶۲۰ کیلو مترو پورې فاصله وهلی شي، خو لا تر اوسه یې د بیې په اړه څه نه دي ویل شوي. خو ویل کېږي چې دا موټر یې تر هوایي ډګر پورې د خلکو د رسولو، هوایي ټیکسي او نورو ستونزمنو وختونو کې د کارولو لپاره جوړ کړی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

وټساپ

په وټساپ کې دوه نور بدلونونه هم راغلل

د وټساپ کاروونکو لپاره د خوشحالۍ خبر دا دى، چې په وټساپ کې تازه دوه …