کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ډيلي له بېنګلور څخه لوبه وګټله، ډيلي او بېنګلور پلى اف پړاو ته ورسېدې
شيکر دهون

ډيلي له بېنګلور څخه لوبه وګټله، ډيلي او بېنګلور پلى اف پړاو ته ورسېدې

د ډيلي کاپيټلز لوبډلې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته يې د ٦ ويکټو په توپير ماتې ورکړه. له دې سره ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو هم پلى اف پړاو سياليو ته لار پېدا کړه.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل ٥٥مه لوبه د رايل چېلنجرز بېنګلور او ډيلي کاپيټلز لوبډلو ترمنځ د ابوظهبي په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې ډيلي کاپيټلز پچه وګټله او لومړى يې د رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې ديودت پاډيکال ٥٠، اې بي ډيويليرز ٣٥ او ويراټ کوهلي ٢٩ منډې وکړې.

د ډيلي کاپيټلز له لوري انريک نورجه ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز کاګيسو رباډا ٢ او ار اشوين ١ ويکټ واخيسته.

د ١٥٣ منډو هدف د ډيلي کاپيټلز لوبډلې په ١٩ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري اجينکى ريهانى ٦٠ او شيکر دهون ٥٤ منډې وکړې.

د رايل چېلنجرز بېنګلور له لوري شهباز احمد ٢، واشينګټن سندر او محمد سراج ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه انريک نورجه ترلاسه کړه.

د نننۍ لوبې په بريا ترلاسه کولو سره ډيلي کاپيټلز ١٦ نومرې ترلاسه کړې او دويم مقام ته لاړه، همدا راز له دې لوبې سره د ممبۍ انډينز څخه وروسته ډيلي کاپيټلز او رايل چېلنجرز بېنګلور لوبډلو هم پلى اف پړاو ته لار پېدا کړه.

سبا د ليګ پړاو يوازينۍ لوبه پاتې ده چې د ممبۍ انډينز او سنرايزرز حېدرابد لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. که چېرته سبا حېدراباد لوبه وګټله، نو پرېکړه به يې په رن رېټ سره کېږي او که يې لوبه وبايلله، نو کلکته نايټ رايډرز لوبډله به پلى اف پړاو ته لاړه شي.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

د سټالينز لوبډلې کنډي ټسکرز ته ماتې ورکړه او دريمه بريا يې په خپل نوم کړه

د نوين الحق درې ويکټو هم کنډي ټسکرز له ماتې ونه ژغورله، ټسکرز په توپوهنه …