کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شين واټسن له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه
شين واټسن

شين واټسن له هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه

په اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې پيليز توپوهونکي شين واټسن له هر ډول کرکټ څخه استعفا اعلان کړه. نوموړى چې سږکال په متحده عربي اماراتو کې د چيناى سوپر کنګز لپاره ولوبېده، د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل د هغه لپاره ښه و.

شين واټسن په ٢٠٢٠ اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لپاره ١١ لوبې ترسره کړې، چې د ٢٩.٩٠ په اوسط او ١٢١.٠٥ په سټرايک رېټ سره يې ٢٩٩ منډې ترلاسه کړې.

په وروستيو درې لوبو کې د شين واټسن پر ځاى روټوراج ګايکواړ ولوبول شو، چې چيناى په خپلو درې واړه وروستيو لوبو کې بريا خپله کړه.

په يو راپور کې ويل شوي دي، چې شين واټسن د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبغاړو ته ويلي دي، چې هغه له هر ډول کرکټ څخه استعفا کوي، يعنې له دې وروسته به هغه په هېڅ ډول سياليو کې برخه وانخلي او راتلونکي کال کې به د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لپاره ونه لوبېږي.

د ټايمز اف انډيا په راپور کې ويل شوي دي، د وروستۍ لوبې څڅه وروسته شين واټسن په ډريسنګ روم کې اعلان وکړ او هغه ډېر جذباتي و. نوموړي وويل چې د چيناى لپاره لوبېدل د هغه لپاره ډېره ښه تجربه وه.

د چيناى سوپر کنګز لومړۍ لوبډله وه چې د اى پي ايل څخه بهر شوه، چيناى وروستۍ لوبه د کنګز اليون پنجاب پر وړاندې ترسره کړه چې د ٩ ويکټو په توپير يې پنجاب ته ماتې ورکړه.

شين واټسن په ٢٠١٨ کال کې په بولۍ کې چيناى لوبډلې اخيستى و او د يادې لوبډلې مهم لوبغاړى و، نوموړي په پايلوبه کې د چيناى لپاره سليزه وهلې او اتلولۍ ته يې رسولې وه. نوموړى په ٢٠١٩ کال پايلوبه کې هم ښه لوبه ترسره کړې وه، چيناى له ممبۍ انډينز څخه يوازې په يوه منډه ماتې وخوړه.

شين واټسن په اى پي ايل کې د ډېرو لوبډلو لپاره لوبېدلى دى چې ١٤٥ لوبې يې ترسره کړې دي او ٣٨٧٤ منډې يې کړي دي، هغه په يوه لوبه کې زياتې ١١٧ ناسوځېدلې منډې هم کړې دي. د هغه اوسط ٣٠.٩٩ او سټرايک رېټ ١٣٧.٩١ دى. نوموړي ٤ سليزې او ٢١ پنځوسيزې وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

“يوازينى پاچا چې په تخت ناست دى او څوک ترې شکايت نه کوي”

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او د شل اوريزو لوبو غوره توپوهونکى …